جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرزی: په هیڅ حکومتي تشکیل کې کار نه کوم

کرزی: په هیڅ حکومتي تشکیل کې کار نه کوم

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې عالي شورا تشکیل بشپړېدو هرکلی کړی.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، حامد کرزی د سولې لپاره هڅه د افغانستان د ټولو خلکو ملي وجیبه بولي.

اعلامیه کاږي، پخوانی ولسمشر به د سولې لپاره خپلې هڅې او کوښښونه د هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي.

د یادونې ده چې له ځنډ او نیوکو وروسته بلاخره پرون د ملي مصالحې عالي شورا تشکیل بشپړ او اعلان شو چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

په پخواني ولسمشر حامد کرزي نیوکې کیدلې چې ګني دی د واک تر لاسه کولو لپاره هر کار ترسره کوي.

طالبانو هم د دې شورا په غبرګون کې ویلي د دوی دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د خپلو بندیانو تر خوشې کیدو وروسته چمتو دي چې مخامخ خبرو ته کیني.

6 COMMENTS

  1. کرزی کله مخته کله شاته قدم ایژدی ، کله خو د صلحی خبری کوی تر دی حده چه حتی ژاړی هم . بیا چه کله د صلحی په په پروسه کی حکومت ده ته د افغانستان د یوه سپینژیری په احترم د نورو مشرانو سره د مصالحی په عالی شوری کی د عضویت مسؤلیت ورکړی ، بیا مسؤلیت نه قبلوی وایی چه دا حکومتی چوکاټ دی ، په داسی حال کی چه د خپل ژوند تر پایه به دحکومت نه همغه د ولسمشر معاش او امتیازات تر لاسه کوی ، بیا نو ولی په داسی مسؤلیت باندی خپل ځان ورته کم معلومیژی د صلحی د عالی شورای سره د اتحاد په عوض ، په افتراق او جلا توګه غواړی د صلحی کوښښ وکړی ، ددی معنی نو څه ده ؟ یوتعداد افغانی سیاسیون متآسفانه هر یو من دی ، چارکی په کښی نشته . هروخت غواړی چه من واوسی . اوس چه د کرزی د ولسمشری دوره او همدارنګه د موقت حکومت زمانه تیره شوی نو په کار ده چه د اساسی قانون او جمهوریت په حمایت کی د مصالحی د عالی شورای په بهیر کی متحدانه او جوړونکی برخه واخلی ترڅو افغانستان د با ثباته امنیت خواته ولاړ شی . په هرحال د یو تعداد سیاسیونو په حال بیا هم ډیر افسوس دی .

  2. یفتلی صاحب سلامونه،
    کرزی خپل ځان په ایینه کی وینی او وایی چه،۱۴ کاله د دولت مشر وم ،نه می سوله راوستله او نه می افغان ملت سره یو کړ،
    نو اوس به په یوه دوه هفتو کی څه توره وکړم؟یفتلی صاحب سلامونه،
    کرزی خپل ځان په ایینه کی وینی او وایی چه،۱۴ کاله د دولت مشر وم ،نه می سوله راوستله او نه می افغان ملت سره یو کړ،
    نو اوس به په یوه دوه هفتو کی څه توره وکړم؟
    سوله نه د کرزی نه د غنی او نه د ملا برادر په لاس کی ده،
    سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،
    کله چه امریکا پاکستان په خپلو غلامانو دا غږ وکړی چه ،خاموش،
    نو غلامان به په خپله خاموش شی،سوله څرک به ولګی،
    تر اوسه د سوله کوم څرک نشته
    سوله نه د کرزی نه د غنی او نه د ملا برادر په لاس کی ده،
    سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،

  3. ښاغلی کرزی صاحب د څو دقیقو لپاره پدی فکر وکړه، چه ښاغلی غنی ستا کشر ورور دی او ملا هیبت هم ستا کشر ورور دی. اوس ته په کور کی ناست یی او وطن(مور) او پلار (ملت) پر تاسی ژغ وکړی، چه هله مشر ځویه(کرزیه) د ورونو(غنی او هیبت) جنګ دی، چړی او چاقوان یی را اخستی دی او یو بل وژنی.
    اوس سوال دادی چه دمشر ورور په حیث به تاسی د ورونو جنګ خلاصوی او که ورونه دی ووژل شی؟
    بل داچه د مور او پلار زړونه دې هم ناکراره دی، ځکه ځامن (هیبت او غنی) ځانونه وژنی. اوس بیاسوال پیداکیږی چه مشر ځوی(کرزی) به د پاکی مور او کړیدلی پلار خبره ومنی او که نه؟ او آیا کرزی خپلی ګرانی مور او خپل زوریدلی پلار ته صادقه او ژمن دی او که نه؟
    ښاغلی عبدالحامد کرزی دي پورته سوالونو ته ځواب ورکړی.
    په درناوی

  4. وایی ګاو درحال مردن وقصاب درغم چربو !
    کرزی د تشکیلاتو غم کې دی .ترڅو چې سړی خبر ه کړی نه وی دپوهې کچه یې نه معلومیږی . کرزی باید ښیښه کې وګوری او ځو شېبې سترګک وهل بند کړی .هلمند ،کندهار چا له پېچلو کړکېچنو سره مخامخ کړ اود افغا نستان پښتانه چا توهین کول ، ظاهرخان سره چا دوکه ووهله او نورې بې شمېرې د تباهیو معاملې!!! چې ګوګل کې بشبړ دتا بز لری ښه تکرارکړی او بیا دې له پرونیو غلو سره دسیاسی فعالانو په نوم یوخای او خط دې لاس لیک کړی.کرزی ډیر بیسواد دی له دوه دورو وژنو، ځورلو، دبن دمنحوسې معاهدې له خولۍ او چپنې ،معاملو اوغلامۍ یې هیڅ عبرت وا نه خیست بیا هم بېخبره پاتی دی .کرزی یوازې یو کارکړی هغه دا چې د نظار شورا اوشلومبو ګلم جم یې تر پایه ونازول او د پنجشیر ۶ کوره یې په ولایت بدل کړ.دا شرم اوننګ هم ولس ومنی؟ زاغ زنده باد!

  5. دورانی افغان صاحب اسلام علیکم،
    وروره،د ستا تبصره می ولوسته،زه به تاسو محترم ته ولیکم چه،
    ماته ورور ملا هیبت الله،او ډاکتر غنی او خپل مور پلار چه تاسو ماته مثال لیکلی مهم نه دی،
    مهم ماته پیسه ده، د ایرو کڅوړی او د ډالرو کڅوړی،
    او که سوله وشی نو څلورسوه میلیونه افغانی د کال ماته څوک راکوی؟
    زه خپلی پښی په خپله په تبر ووهم؟

  6. اکثراً د انسان د عزت او آبرو ساتل د هغه پخپل لاس کی دی. ډیرو جګو کسانو په ټیټو کړنو او د ټیټو هیلو د تحقق پخاطرځانونه ډیر ټیټ کړه. د ډوبی برج الخلیفه به تر نړېدو وروسته د بیا رغیدو توان ولری خو د آبرو ( وریځو)
    د یوه وریښته لویده به نور د خپل پیازک سره د ابد لپاره وداع وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب