جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: جمهوریت یو پراخ نظام دی چې هر څه تر خپل...

ولسمشر غني: جمهوریت یو پراخ نظام دی چې هر څه تر خپل چتر لاندې ځایولی شي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) نن ولسمشرغني، لومړي مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال سرور دانش او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د کابل په لوېدیځ کې په یوه جومات کې د عاشورا په مراسم کې ګډون کړی وو.

ولسمشر غني دغه مراسمو ته په وینا کې وویل “جمهوریت د افغانستان د ټولو وګړو نظام دی او په خبره یې هغه وخت تېر دی چې یو اقلیت به پر هر څه واکمني کوله.”

نوموړي زیاته کړې، جمهوریت یو پراخ نظام دی چې هر څه تر خپل چتر لاندې ځایولی شي.

ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې له سولې باید هیڅوک هم ونه وېرېږي ځکه د سولې مانا یوه سیاسي معامله نه ده، بلکې سوله د ټولو افغانانو هغه غوښتنه ده چې غواړي تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او په امن فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

3 COMMENTS

  1. بالکل ريښتیا وایي، جمهوریت داسې نظام دی چې هرڅه ترخپل چتر لاندې ځایولی شي: غل قاتل غاصب جاسوس دله دووس ټامي قمي آی ایس آی سي آی اي ایم آی سیکس غاصب لوڼډه خر مار لړم غوڼډل جغادي شیادي ټرټ لغت…
    د جمهوریت آیینه کې وګورئ

  2. محترم سلیم صاحب تاسو د دوکتور اشرف غنی ادعا او دده پوهیدل دداسی جمهوریت څخه ډیره ښه روښانه کړیدی ، دنوموړی دی اعلان سره قاتلو طالبانو ته د بلنی جرأت ورکوی چی ددوی سره پدی جمهوریت کښی د قاتلانو او وطن فروشانو شمیرنور هم زیات شی !!!

  3. خو نه داسې جمهوریت چې رسۍ او پړی یې د نورو په لاس کې وي !! دا خوشې سیاسي ریټو ریک دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب