جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروزګان: لاریون کوونکو د ولایت مقام دروازه وتړله

اروزګان: لاریون کوونکو د ولایت مقام دروازه وتړله

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۹) د اروزګان ولايت اوسېدونکو د کندهار ـ اروزګان په لویې لارې او ولسوالیو ته په غځېدلو لارو کې د ناامنیو د زیاتېدو په غبرګون کې اعتراض کړی.

اعتراض کوونکي چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېږي د کندهار – اروزګان لویې‌لارې او د دغه ولایت ځینې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو چې د ناامنیو له کبله تړل شوي، د پرانیستو غوښتنه کوي چې له کبله يې د خوراکي او نورو توکيو بيې لوړې شوې دي.

لاريون‌والو د ياد ولايت د مقام دروازه هم تړلې او وايي تر هغو به اعتراض ته دوام ورکړي چې غږ یې نه وي اورېدل شوی.

اعتراض کوونکي له وسله‌والو هم غواړي چې لارې ورته پرانيزي.

د اروزګان مسوولو چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. ازرګان ډېر ځپل شوی ولايت دی او خلک يې سخت په تکليف کې ژوند کوي له هر ډول اسانتياوو بې برخې دي لاريون يې حق دی او بايد مثبت ځواب ورکړل شي.
    موږ په دولت غږ کوو چې ارزګان د خلکو روا غوښتنې ومني او ژر تر ژره لارې يې خلاصې کړي او څه چې اړين ترسره يې کړي، دغه پښتون مېشته ولايت که يو خوا يې لويې لارې طالبانو پر بمونو فرش کړي بلخوا دولت او نړيوالو ځواکونو هم ړندې بمبارۍ او چاپې وهلي چې ډېر بې ګناه پښتانه يې شهيدان يا ټپيان کړي دي.
    د ارزګان په غيور او صبور ولس غږ کوم چې تر هغو لاريونونو ته دوام ورکړي ترڅو يې ټولې غوښتنې منل شوې نه وي او حقوق مو ترلاسه کړي نه وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب