شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبرېښنا شرکت: ازبکستان څخه د برېښنا لېږد به ۷۰۰ کاري ورځې وخت...

برېښنا شرکت: ازبکستان څخه د برېښنا لېږد به ۷۰۰ کاري ورځې وخت ونیسي

تاند( یک شنبه،  د سنبلې ۹) د افغانستان د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، چې له ازبکستان نه د برېښنا د لېږد پروسه به شاوخوا ۷۰۰ کاري ورځې وخت ونیسي، څو ونښلول شي.

توحیدي زیاتوي، چې د دغې پروژې په تطبيق سره به د کابل په ګډون به د هغو ولايتونو برېښنا ۲۴ ساعته شي، چې ډېره اړتيا ورته لري.

نوموړي وایي پر دې سربېره به زراعتي، اقتصادي، صنعتي سوداګري هم پراخه او وده وکړي.

په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان بيا له ازبکستان سره د برېښنا د لېږد هوکړه ښه اقدام بولي او زياتوي، افغانستان تر دې مخکې له کوم هېواد سره د برېښنا د انتقال په برخه کې تړون نه ‌درلود او همدا یې لامل و، چې وخت ناوخت به برېښنا پرې کېده.

بل لورته عام خلک بیا په دې برخه کې پر حکومت او برېښنا شرکت نيوکه کوي،  چې په دې وروستيو کې د برېښنا نشت بيا له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

عام خلک وایي، چې دوی ۲۴ ساعتونو پر مهال يوازې د څو محدودو ساعتونو لپاره له برېښنا برخمن دي.

په افغانستان کې د برېښنا نشت او ستونزې نوې موضوع نه ‌ده، خو دا ستونزه هغه مهال جدي شوه، چې تاجکستان پر افغانستان خپله وارداتي برېښنا راکمه کړه.

1 COMMENT

  1. یانې دا به څه د پاسه دوه کاله وخت ونیسي !
    خو دا څنګه حکومت دی، چې مونږ په کونړ کې بریښنا نلرو، زمونږ په کیسه کې هم ندی !
    یقین وکړئ، چې دا دیموکراسي نوره دلته ناکامه ده، دا ټوله فاسده اداره ده، او هیڅ ملاتړ ته نوره اړتیا نلري.. دوی به خپله سزا وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب