شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهمسولان : هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په خاطر...

مسولان : هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په خاطر میلیونونه افغانۍ ځانګړې شوي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۹) د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت  مسولان وایي، چې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سېلاب ځپلو سره میلیونونه افغانۍ مرسته ځانګړې شوې ده.

د یاد وزارت مرسیتال محمد قاسم حیدري رسنیو ته ویلي، چې سېلاب ځپلو سره ځانګړې شوې مرسته څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ  دي.

نوموړی وایي، چې د افغان ولسمشر په حکم یو شمېر ولایتونو ته مرستې هم رسېدلي دي.

د یاد وزارت د مسولانو په خبره له دغو سیلاب ځپلو سره د ملي او نړیوالو خیریه موسسو د مرستو لړۍ هم روانه ده او دوی هڅه کوي، چې دوی سره هر راز مرستې ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د سیلابونو له امله ۱۵۵ کسان مړه او ۱۶۸ نور ژوبل شوي دي او د مسولانو په خبره په دې سیلابونو کې زرګونه کورونه هم له منځه تللي دي.

په هېواد کې د ورسیتو سیلابونو څخه یو شمېر زیانمن شوي کسان، حکومت د دغو مرستو د ویش په برخه کې په نا انډولۍ تورنوي.

دوی وایي په دې مرستو کې هم هغه کسان مخکې دي، چې اړیکې لري او یاهم څوک پیژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب