شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهاحمدخان شېرپاو :د افغان کډوالو لپاره دې د ویزې اسانتياوې رامنځته شي

احمدخان شېرپاو :د افغان کډوالو لپاره دې د ویزې اسانتياوې رامنځته شي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۹ ) د کوزې پښتونخوا د ملي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وایي، چې د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او تګ راتګ په برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.

شېرپاو زیاته کړې، چې په دې سره به د دواړو لورو د خلکو ترمنځ اړيکې پیاوړې شي.

احمدخان شېرپاو دغه څرګندونې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان له لوی قونسل نجیب الله احمدزي سره په وطن کور کې د ليدلو پر مهال کړې دي.

د دواړو لورو ترمنځ د نورو خبرو ترڅنګ پر سوداګرۍ، ترانزیټ او د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې شوې دي.

نوموړي د غلام خان له لارې پر ترانزیټ کېدو خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې، چې پاتې کارونه یې  ژر تر ژره خلاص شي، څو له دې لارې عملاً ترانزیټ پیل شي.

د شېرپاو په خبره دغه راز د سوداګریزو ستونزو د هواري لپاره یې له مرکزي حکومت سره د خبرو کولو ژمنه هم کړې ده.

هغه د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې د افغان کډوالو او ناروغانو لپاره دې د ویزې او د تګ راتګ په برخو کې ځانګړې اسانتياوې رامنځته شي، څو ولسي اړيکې لا پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر هم په سوداګریزه برخه کې له ستونزو شکایتونه لري او وایي افغان حکومت په دې برخه کې هېڅ اقدامات نه دي کړي.

https://taand.net/%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%da%ab%d8%b1-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa%d8%8c-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%da%ab%d8%b1%db%8c%d8%b2%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب