پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت سلاکار: حکومت د نړیوالو له ملاتړ پرته هم...

د ملي امنیت سلاکار: حکومت د نړیوالو له ملاتړ پرته هم د نظام د پرمخ وړلو توان لري

تاند (یک شنبه، د سنبلې ۹) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب  د لنډ مهالې ادارې جوړیدو په تړاو خپرو شویو اوازو په اړه وایي، چې د اوسني نظام د دوام لپاره څو غوراوي تر لاس لاندې دي.

محب زیاتوي، چې که نړیوال ملاتړي د اوسني نظام ملاتړ ونکړي حکومت د نظام پر مخ بېولو توان لري او نوي ملاتړي به پيدا کړي.

هغه لنډ مهاله اداره د هېواد په ګټه نه بولي او ټینګار کوي، چې هر ډول لنډ مهاله اداره به په هېواد کې د کړکېچ سبب وګرځي.

نوموړی همدا راز د ملي مصالح دعالي شورا د سولې بهیر په لارکې د اسانتیاوو برابرونکې بولي نه د دې بهیر پرېکړه کوونکي او په ټینګار سره یې وویلې، چې د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړې لپاره به لویه جرګه رابلل کیږي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ټاکل شوې راتلونکو اونیو کې د افغانانو خپل منځي خبرې په دوحه کې پيل شي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d9%85%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad%db%90-%d8%af-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%ba%da%93%d9%8a-%d8%a7%d8%b9%d9%84%d8%a7/

3 COMMENTS

  1. ښاغلی محب صیب، چې ستا حکومت د پخو نه تر سره پورې اوسمهال په فساد کې ډوب دی، نو که نړیوالې مرستې کمې شي، نو د دغه فاسدینو خیټې او خولې به څه ډکیږي؟ ایا دولتي چارواکي به د یو بل وینې ونه څښي؟ آیا دولت فساد له منځه وړلی نشي؟ آیا تاسې نه ګورئ چې نن نیم ملت تاسې نه د فساد له امله خوابدې دی؟ ستاسې د کرونا مرستې او مدیریت نړۍ ته ستاسې فساد بیخي روښانه کړ.. نو زما په فکر چې مونږ په افغانستان کې د یو غښتلي نظام ملاتړي یو، ولسواک نظام، خو مشره دغه شان نظام نه چې څنګه دا فاسده ټکنوکراټه اداره ده !!
    شاید چې لنډمهاله اداره زمونږه ټولې لاسته راوړنې د خاورو سره خاورې کړي، خو یاره ستاسې د دولت فساد به یې ستر لامل وي !!
    او نوي ملاتړي به څوک وي ؟ هند، فرانسه، روس ، ازبکستان ؟

  2. محب هم درواغجن انسان دی….
    که دده په ياد وي چي ویلي يې وه چي د طالبانو ملا به په درو مياشتو کي کاملاً ماته کړي، څنګه سوه؟
    یو کال او اته مياشتي يې له هغې خبرې تېرې شوې دي، خو طالبان نه دا چي قوي سوي دي، بلکې د نظام عسکر ورځ په ورځ د قربانيانو شمېر يې ډېريږي، لږيږي نه…
    نو محب جانه؛ چي په وسه دي نه دي پوره، ناحقه ټوپونه مه ولئ… پرېږدئ چي دا تلفات کم سي، پرېږدئ چي نور مو د کونډو او يتيمانو په شمېر کي ډېرښت را نه سي…

  3. د شورای امنیت د لوی سلا کار داکتر محب څرګندونه ددولت د رهبری په سطح ډیر مهم ستراتژیک لیدلوری وړاندی کوی چه د افغانستان راتلونکی او با ثباته امنیت او د نظام استحکام د پاره ضروری دی . ملتونو او دولتونو ته خپل ملی منافع مهم دی . کله چه د یو دولت ستراتژیک پارتنر دوه مخی بازی مشروع کړی او یا خپل تعهدات ماتوی ، او په تیجه کی په ملک کی ثبات او نظام د خطر سره مامخ کوی نو ضروری ده چه دولت خپل ستراتژیک پارتنرانو په باره کی تجدید نظر وکړی او نوی پارتنران انتخاب کړی . او دا کار پخوا هم ممکن ؤ او هم اوس ممکن دی .دا ډیر مهم او ستراتژیک اقدام دی چه ددولت رهبری یی په مورد کی تصمیم ونیسی . البته د افغانستان ددولت د پاره دغه فرصت شته هم د منطقی او هم د جهان په سطحه چه باید د لاسه یی ورنکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب