Homeخبرونهیو وار بیا د عاشورا د مراسمو امنیت ساتنې لپاره عام خلک...

یو وار بیا د عاشورا د مراسمو امنیت ساتنې لپاره عام خلک په وسلو سمبال شوي

تاند ( یک شنبه،  د سنبلې ۹) کابل ښاریان وایی، چې یوځل بیا په دې ولایت کې د عاشورا دمراسمو د امنیت ساتنې په خاطر عامو خلکو ته وسلې ویشل شوي دي.

ویل کیږي، چې دا وسلې د عاشورا مراسمو باندې د وسله والو بریدونو مخنیوي په موخه پر دوی حکومت ویشلي دي.

د کابل ښار په هر واټ او څلور لارو کې په وسلو سمبال شخصي جامو کې کسان ولاړ دي،  چې د عاشورا مراسمو لپاره یې په خپله امنیت نیولی او چک پاینټونه یې جوړ کړي دي.

دوی وايي چې د هرې تکیه خانې لپاره د امنیتي ځواکونو پر ځای له ۱۰ تر ۱۵ پورې دغه وسله وال ګومارل شوي دي.

کابل ښاریان او د نظر خاوندان نیوکه کوي، چې د عاشورا مراسمو د امنیت لپاره د عامو خلکو وسله وال کول ناوړه عواقب لري.

د چارو شنونکي وایي، چې دا په غیر مستقیم ډول ملېشه سازۍ ته زمینه سازي ده او له دغو خلکو څخه بېرته د وسلو ټولول ستونزمن کار دی.

هرکال د عاشورا په رارسېدو د دې مراسمو د ټینګښت لپاره پر شخصي کسانو وسلې ویشل کیږي او عام خلک بیا نیوکه کوي چې له همدې امله په لویو مراسمو بریدونه هم کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...