جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه لومړي ځل په هېواد کې د سړک جوړولو او د وسپنې...

په لومړي ځل په هېواد کې د سړک جوړولو او د وسپنې پټلۍ ملي انسټیټیوټونه جوړېږي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: د ټولګټو وزارت په هېواد کې د سړک جوړولو ملي انسټيټوټ او د اوسپنې پټلۍ د ملي انسټيټوټ د جوړولو خبر ورکوي.

د ټولګټو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هوکړه لیکونه د یاد وزارت د سرپرست محمد یما شمس او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې ميرمن نديمه سحر لاسلیک کړل.

د ټولګټو وزارت سرپرست یما شمس وايي د دغو مرکزونو له جوړولو څخه یې هدف د سړک جوړولو او اوسپنې پټلۍ برخو کې خلکو ته د زده کړو، تجربې او کارموندنې زمينه برابریږي.

هغه وايي ددې تر څنګ چې په دې برخه کې به خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي ورسره به د هغه لګښت مخه ونیول شي چې د اوسپنې پټلۍ ادارې په کارکونکو له هيواده بهر مصرفېږي.

د ښاغلي شمس په خبره د اوسپنې پټلۍ قانون پر بنسټ، دا اداره د اوسپنې پټلۍ انسټيټوټ په رامنځته کولو کې مکلفه ده.

د نوموړي په خبره اوس هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکونکي په ازبکستان هيواد کې په زړه کړو بوخت دي چې په دې سره به په هېواد د ننه ورته د زده کړو امکانات برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب