شنبه, اپریل 20, 2024
Homeمقالېچاپیریالد طبیعي پېښو په وړاندې د ټولنې مقاومت زیاتول او د خطرونو...

د طبیعي پېښو په وړاندې د ټولنې مقاومت زیاتول او د خطرونو کمول

محمد عارف رسولي

  • سریزه

زموږ په هېواد کې هر کال خلک د مختلفو طبیعي پېښو له کبله زیات ځاني او مالي تاوانونه ویني. خو موږ ډېر کم له ورته پېښو او زیانونو درسونه زده کوو او د راتلونکي لپاره منظم او غوره پلانونه جوړوو. دا ځکه چې زموږ په هېواد کې تر اوسه د اوږدمهاله پلان او ستراتېژيک فکر په ځای د اور وژنې کړنې باب دي او تر اوسه یوازې له پېښو وروسته عکس العمل ښیو او وار له مخه ورته د تیارۍ نیولو توان مو نه دی موندلی. موږ ته په کار ده چې دې ته پام وکړو او خپلې وړتیاوې زیاتې کړو. 

د دې لیکنې موخه داده چې د سیلاوونو، زلزلو، وچکالیو او نورو په وړاندې دې ملي تشې ته د خلکو پام ورواړو او چارواکي هم اړ کړو چې د نورو ملکونو په شان د طبیعي پېښو په وړاندې په علمي توګه پالیسۍ او کړنلاړې رامنځته او پلي کړي. زموږ مسلکي انجمنونه او کارپوهان هم باید خپل دیني، انساني او ملي رسالت درک کړي او په ګډه کار وکړي تر څو دا تکرارېدونکې غمېزې راکمې کړو.

  • د حوادثو (پېښو) ډولونه

د نړۍ د حوادثو د راپور(WDR, 2003)  تر ټولو عامې پېښې په دوو کتګوریو ویشل شوې دي:

  • هایدرو میتیورولوژیکل پېښې (په هوا او اوبو پورې تړلې) – د ځمکو ښوېدل/ د واورو ښوېدل؛ وچکالۍ/قحطي؛ د حرارت درجې زیات لوړوالی او یا ټیټوالی او د حرارت موجونه/د اقلیم بدلون؛ سیلاونه؛ ګردبادونه؛ د ځنګلونو اورونه؛ بادي توفانونه؛ د حشراتو لکه ملخانو ظهور او نور.

  • جیوفزیکي پېښې – زلزلې؛ د اورغورځونې پېښې او سونامي.

  • د حوادثو مدیریت نن او پرون 

پخوا د حوادثو مدیریت عکس العملي بڼه لرله او تمرکز د بحران په مدیریت او تر ناورین او حادثې وروسته د بېړنیو مرستو په رسولو و، چې ورته اړتیا وه. د حوادثو د خطر کمولو  لپاره په نن زمانه کې هېوادونه فعال او اوږدمهاله پالیسۍ طرح او پلې کوي. موخه یې داده چې د پېښو لپاره تیار شو او تر ممکنه برېده یې اغیزې کمې  کړو. د حوادثو مدیریت په لاندې مسئلو تمرکز کوي:

  • د خسارو جبران
  • د پېښو په وړاندې تیاري
  • د پېښو ته ځواب او بیا نجات ورکول؛ او
  • بیا رغونه او بیا ودانول

د خسارو د جبران لپاره د پېښو څخه مخکې د هغو د خطر د راکمولو تدابیر کارول کېږي. 

  • هغه کلمې (ویي) چې د حوادثو د خطرونو د کمښت لپاره یې د ملګرو ملتونو د سازمان اداره کاروي.

باالقوه خطر (Hazard) – یوه خطرناکه ښکارنده، څیز، انساني کړنه یا شرایط کوم چې ممکن د ژوند ضایع کېدلو، ټپي کېدو یا نورو روغتیايي اغیزو لامل شي، شتمنیو ته زیان پېښ کړي، د خلکو معیشت او د دوی لپاره خدمات له منځه یوسي، ټولنیز او اقتصادي توازن خراب کړي، یا چاپېریال ته ضرر پېښ کړي. 

خطر (Risk) – د یوې پېښې او د هغو د منفي اغیزو د احتمال ترکیب دی.

زیانمننه /آسیب پذیري (Vulnerability) – د یوې ټولنې، سیستم یا شتمنیو خواص او حالت چې هغه د باالقوه خطرونو د اغیزو په وړاندې زیانمنونکی وي.

وړتیا/ظرفیت (Capacity) – د ټولو قوتونو ترکیب، په یوه  کلي، محله، ټولنه او یا یوه سازمان کې کې ټول شته خاصیتونه او سرچینې، چې د منل شوو موخو (هدفونو) د لاسته راوړو لپاره کارول کېدی شي. 

حادثه/فاجعه (Disaster) – د یوه کلي او یا محلې او یا ټولنې د کړنو او فعالیتونو اخلال داسې چې پراخه انساني، مادي، اقتصادي یا چاپیریالي ضایعات رامنځته کړي، کوم چې د اغیزمن شوې سیمې او ټولنې له توانه بهر وي ترڅو ورسره مقابله وکړي.

  • د پېښو د خطر راکمولو نړیوال کنفرانس

د هایوګو (Hyogo)چوکاټ د عمل لپاره ۲۰۰۵ – ۲۰۱۵

د ملتونو او ټولنو مقاومت لوړول د پېښو په وړاندې

  • ۳ ستراتېژيک اهداف
  • ۵ لمړیتوبونه لرونکي فعالیتونه
  • پلی کول او تعقیبول

په کنفرانس کې څه تېر شول

  • ۱۶۸ دولتونو، ۷۸ سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو او ۱۶۱ نادولتی سازمانونو په دې کنفرانس کې ګډون کړی و
  • پرېکړه وشوه چې د پېښو خطر راکمول د دوام لرونکي انکشاف او فقر کمولو په پالیسیو، پلانونو او پروګرامونو کې ور د ننه شي
  • د پایداره انکشاف له روحیې سره سم په انکشافي پروګرامونو او بشري مرستو رسولو دواړو کې د خطر کمولو په اهمیت ټینګار وشو.

دری ستراتېژیک هدفونه:

  • د پېښو خطر کمول د دوام لرونکي انکشاف په پالیسیو او پلانونو کې ور دننه کول
  • د نهادونو، میکانیزمونو او وړتیاوو انکشاف او ټینګښت تر څو د باالقوه خطرونو په وړاندې مقاومت رامنځته کړو
  • د خطر د کمولو میتدونو سیستماتیک داخلول د بېړنیو حالاتو د تیاریو، ځواب ورکول او ژغورنې پروګرامونو په پلي کولو کې
  • د هایوګو (Hyogo) لمړیتوبونه د پېښو د خطر راکمولو لپاره

اړینه یادونه: د هایوګو لمړیتوبونه د ملګرو ملتونو او نړیوالو دولتونو په مرسته رامنځته شوي او په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او د دې له مخې ملتونه، دولتونه او پراختیايي موسسې د پېښو سره مبارزه کوي. 

لمړی لمړیتوب : د پېښو د خطر کمول خپل لمړیتوب وټاکئ – د دې په مرسته ډاډ تر لاسه کړئ چې د پېښو د خطر کمول یو ملي او محلي لمړيتوب دی داسې چې د نهادونو او پلي کولو قوي بنسټ ولري د لاندې تدابیرو په مرسته:

  • د اغیزمنو، څو- سکتوري ملي پلتفورمونو په رامنځته کولو تر څو د پالیسيو لارښوونه وکړي او فعالیتونه همغږي کړي؛
  • په انکشافي پالیسیو او پلانونو کې  د پېښو راکمول داخل کړی؛ او
  • د ټولنې ګډون تامین کړي، او نور

دوهم لمړیتوب: د خطر معلومات او وار له مخه خبر ورکول – د خطرونو د پېژندنې، ارزونې، او نظارت او له پېښې وړاندې خلکو ته خبر ورکولو سیستم تقویه کول د لاندې تدبیرونو له لارې:

  • په څېړنو، ساینسی او علمي ارزونو او د وړاندوینې په میتودونو کې بانګونه
  • د خطرونو مودل کول؛ او
  • د پېښو کچې/ لارښونې او شاخصونه، د خطرونو نقشه کول او د پېښو ساحې ټاکل

دریم لمړیتوب: عامه پوهاوی زیاتول – د پوهې کارولو، د نوښتونو او ښوونې روزنې په مرسته د مصونیت او مقاومت کلتور په ټولو کچو کې رامنځته کول

  • د پېښو د خطرونو په هکله اړین معلومات او د خوندیتوب د وسیلو په هکله معلومات شریکول
  • د پېښو د کارپوهانو، ځواب ورکوونکو مدیرانو او نورو علاقه لرونکو ترمنځ د شبکو غښتلي کول او د هغوی تر منځ د دیالوګ او همکارۍ قوي کول؛ او 
  • د ټولنې په محور د پېښو د مدیریت پروګرامونه قوي کول او نور.

څلورم لمړیتوب: په مهمو او کلیدي سکتورونو کې د پېښو د خطرونو کمول – د مهمو خطرونو د لاملونو په راکمولو سره لکه: 

  • ټولنې د باالقوه خطرونو سره مخ سیمو څخه بل ځایو لکه د سیلاونو له تهدید سره مخ ټیټو سیمو څخه لوړو سیمو ته کوچول؛
  • د تعمیرونو د هغو کودونو چې د پېښو په وړاندې حساس وي، په خورا جدیت پلي کول؛ او 
  • د پېښو په وړاندې د مقابلې فعالیتونه لکه د خوړو خوندیتوب، د مالي زیرمو او طبي موادو تهیه کول.

اړینه یادونه: که ښه ځیر شو، د وروستیو سیلاونو څخه د زیاتو ځاني او مالي زیانونو لامل دادی چې دا پورته دری اصول موږ نه مراعاتوو.

پنځم لمړیتوب: د تیاري نیولو او ځواب ورکولو وړتیا لوړول – د لاندې تدابیرو له لارې:

  • په دوام لرونکې او منظمه توګه د بېړنیو حالاتو سره د مقابلې پلانونه ارزول؛
  • په ملي پلان کولو پروسه کې د پېښو په وړاندې بودجه رامنځته کول؛ او
  • سیمه ایز همغږي روښونه پېښو ته د اغیزمن ځواب ویلو رامنځته کول او نور. 

منبع: کلمې په عمل بدلول، ISDR, 2005

  • د پېښو د مخ نیوي لپاره په ښارونو کې پلان کولو ته اړتیا ده

له حوادثو او طبیعي پېښو لکه زلزلو، سیلاوونو او نورو څخه زیات زیانونه په ښاري سیمو کې چې د نفوسو تمرکز پکې زیات وي رامنځته کېږي. نو اړتیا ده چې ښاري سیمې د منظمو پلانونو له مخې چې د ځمکو مناسبه کارونه، دسکتوري اړتیاوو او مشخاصاتو له مخې زون بندي رامنځته او پلې شي، د مثال په توګه، د سیلاوونو سره مخ په ټیټو ځمکو کې، په هغه سیمو کې چې هم د زلزلې له خطر سره مخ دي اوهم هې یې د خاورې جوړښت مناسب نه دی باید د منظمو انجنیري کودونو او مقرراتو په مرسته مخنیوی وشي. دا کودونه او مقررات په کله پلي شي. 

د خطر په وړاندې حساسه ښاري پلان کونه

د خطر سره د حساس ښاري پلان کولو بنسټیز قدمونه

  1. د با القوه خطرونو، خطرونو، زیانمننو او وړتیا/ظرفیت هر اړخیزه او مکمله ارزونه
  2. د خطرونو سره د مقابلې لپاره د پلان کولو قوانین او مقررات پلي کول
  3. د اساسي نقشو جوړول تر څو له خطره سره مخ سیمې معلومې شي
  4. مشارکتي بحثونه تر څو ځايي کانتېکسټ (شرایط) و ارزول شي
  5.  د شته انکشافي پلانونو بیا کتنه او ارزونه
  6. د هغو پروژو جوړول چې له خطر سره حساسې اجزاوې ولري
  7. د بنسټیزې او لمړنۍ زیاتې پوهې لپاره په عامه پوهاوي تمرکز او پانګونه کول
  8. د پلان کولو او پلي کولو لپاره د ظرفیت او وړتیا لوړول
  9. په ماشومانو، ښځو، د زیات عمر لرونکو او مختلفو نیازمندیو لرونکو خلکو په اړتیاوو تمرکز
  10. د خطر سره حساس پلان کولو د اړتیاوو لپاره بودجه ټاکل

  • د پېښو په مخنیوي او ځواب ورکولو کې د چاپېریال ساتنې ځای

  • د ځنګلونو پرې کول، د خاورې تخریب – سیمه د خاورې او اوبو د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي، په اوږد مهال کې د چاپېریال تخریب رامنځته کېږي، د اوبو منابع لکه سیندونه او جهیلونه واړه  کېږي. 
  • د چاپېریال د تخریب او طبیعي حوادثو د علت او معلول پېښې

دا ټول سره یو ځای کول په هر اړخیزه توګه په لاندې شکل کې:

  • په ښاري پلانونو کې د چاپېریال ساتنې ځای 

اړتیا ده چې د چاپېریال اصول د انکشاف شکل او ډول، د ځمکې مهمې کارونې، او د نفوسو تراکم کنترول کړي.  اړتیا ده پام وشي تر څو:

  • طبیعي مشخصات لکه د دریناج کانالونه او د اوبو  د راغونډېدو ځایونه  چې باید وساتل شي
  • هغه له لوړ خطر سره مخ سیمې (Zones) په کومو کې چې د نفوسو او پانګونې د تمرکز مخنیوی وشي.
  • د حساسو ځایونو لکه تر ځمکې لاندې د اوبو مهمې ذخیرې باید وساتل شي او ورباندې صنعتي پارکونه او د استوګنې ځایونه جوړ نه شي. 

4 COMMENTS

  1. ښاغلی رسولي صاحب خیر اوسی د طبیعي پېښو په وړاندی دې د پام وړ معلومات لیکلی دی. چه په اوسنی وخت کی ځمونږ د هیوادوالو لپاره ډیر اړین دی.
    بلی دنړی حوادثو دواړه کتګوری چه د لمړی سره یی ځمونږ اوستاسو هیواد په بشپړ ډول مخامخ دی او د دوهمی برخی د زلزلو سره هم شدید مخامخ دی، ځکه د هندوکش دغرونود سلسلی سره تړاو لرو.
    که زه تاسو محترم ته عجیب او غریب معلوم نشم، ځمونږ په هیواد کی د حوادثو دغه لمړی کتګوری زیاتره عوامل فقط ځمونږ د ځنګلونو تخریب او مافیایی کړی دی.
    تاسو محترم هم دغه د بحران، فاجعو او د خلکو د اګاهی په اړه جامع معلومات ورکړیدی. زه به هم یوه کوچنی تبصره وکړم.

    لمړی ځنګلونه : تقریبآ په سلو کی ۶۰ فیصده د روانی ۴۲ کلنی جګړی په وخت کی وهل شویدی او یابیخی له مینځه تللی دی. لمړی عاملین یی زورواکه قوماندانان وه چه د پاکستان سره یی په څو لکه کالدارو د ودانی لرګو قراردادونه لرل، او پاکستان به دغه د ودانی لرګی د د وبی او نورو عربی ملکونو سره په میلنونو ډالرو قراردادونه لرل، دوهم د الوتکو بمباردونو او توپونو په اور کی وسوځیدل، دریم شپاڼه وه چه د مالچر په خاطر به یی ونی وچولی ،څلورم د تندرونو یا الماسک لویدل وه چه ځنګلونه یی وسوځول او پنځم د سوخت لپاره د شنو ونو وهل وه. چه په نتیجه کی چشمو او به وچی کړی، د حرارت درجه کی یی تغیر راوست، د باران رینګیج یا د کلنی اورښت اندازه یی کمه کړه، او به یی کمی کړی او د سیلابونو په خاطر یی مانع لري کړه، د واورو ښویدو مانع یی لري کړه، د خاوری تخریب ته یی زمینه مساعده کړه، قحطی او وچکالی، د اقلیم بدلون او نور مثیبتونه یی هم پیدا کړل.
    دوهم د سیلاب مخی ته د کورونو جوړول: دغه پلانونه او کور جوړونه د زورواکه قوماندانانو لخوا په دولتی سا حو کی جوړ شو او په نورو غریبو خلکو به یی دغه سیلابی او دولتی ځمکی د پیسو په مقابل کی خر څولی. ښه مثال یی د چاریکارو اوسنی سیلابی برخه وه چه ۱۱۶ هیوادوال یی ووژل او د ۱۵۰ څخه زیات یی زخمیان کړل.
    دریم زلزلی: د کابل په شاوخوا کی ټولی غونډی د زورواکو لخوا په ډیرو غریبو خلکو خرڅی شویدی. چه په دغه کی زیاتره غریبو خلکو کورنه، فنی او انجنیری خو پر ځای پریږده حتی په پخوانی وطنی سیستم یی هم نه دی جوړ کړی. د ډیریو خلکو کورونه تهدابونه نلری. خدای مکړه که د ریختر په کچه ۷ درجی زلزله وشی، نو په کابل کی به مونږ دلویی فاجعی سره مخامخ شو.
    همداسی په کابل کی ځینو تجارانو د څلورو څخه تر لس منزله پوری اپارتمانونه جوړ کړیدی او په کرایه یی خلکوته ورکړیدی. دغه اپارتمانونه چه په زرهاوو هیوادوال پکی اوسیږی. خدای مکړه که د ۷ درجو څخه لوړه زلزله وشی ډیره غټ ناورین او فاجعه به مینځ ته راوړی.
    دا د حکومت وظیفه ده چه د طبعی حوادثو د مخنیوی لپاره هغه غیر فنی عواملو ته متوجه اوسی تر څو په راتلونکی کی د فاجعو او بحرانونو سره مخ نشو.
    والسلام

  2. سلامونه ،
    دروند مشر رسولي صیب د موضوع ډیره ښه علمي او بین المللي تحلیل کړی ده.
    همدارنګه ورور دراني افغان ساب هم ښه دلایل وړاندې کړي دي.
    زما چې له ناقصه معلوماتو او مطالعې یو څه په دې اړه پیاد دي : افغانستان دولت د (طبیعي پیښو پر ضد وزارت که ریاست) رامینځ ته کړی او ټول هر وخت د آمو، کوکچې، پنچشیر، کابل، الیشنګ و الینګار ، کنړ، وردګ، هلمند، هریرود او نورو سیندونو وخت پر وخت اکثره هر کال د سیلاوونو راوتلو او ځاني او مالي (ځمکني) زیات تاوانونه خلکو ته اړوي ؛ مګر د پولو اخوا لکه تاجکوستان!، وزبکیستان، ترکمنستان، پوکیسټین، فارشیست ایران مکمل دیوالونه، او تخنیکي مخنیوۍ او پوره اقدامات سوي او کیږي. البته د دوراني ساب په تاءييد دځنګلونو وهلو او معدنیاتو په مافیایی چور او چپاول کې همدا ګاوڼډیان هم رول لوبولي ؛خو د دولت وظیفه څه ده؟ ډیري تاند لوستونکي به په یاد لري چې ډیرئ وزارتونو کلنۍ بودجې نه مصرفولې او بیرته ېې مالیی وزارت ته تحویلولې چې تش په نامه شوروای ملي به وزیران استیضاح کړل او خبره به لکه د تشنابونو ډالرې هیرې سوې!!. او هر کال دا تکراریږي.
    زما په نظر ، عارف خان رسولي ساب د افغانستان د مثالي ناورینونو په ښوولو او د حل لیارې ېې د افغاني شرایطو په نظر کښې نیولو سره وړاندې کړي. هیڅ چې نه وي انجنیران دې له ډ.انج. کاکا مراد څخه زده کړي او د جاپان او نورو دوستو هیوادو له تجربو استفاضه وکړي . په درنښت.

  3. له ‌‌‌‌‌‌ډېرو محترمو دوستانو هر یو محترم دوراني افغان صاحب او محترم حمید الله زړور ساپي صاحب څخه زیاته مننه چې په مهربانۍ سره مو زما لیکنه او راټول شوي موضوعات لوستي او زیات غوره عالمانه نظرونه شریک کړي. انشا ءالله د افغانستان د انجنیرانو انجمن به په دې هکله یوه لړۍ فعالیتونه د عامه پوهاوي لپاره پيل کړي او هیله موږ ټول افغانان یو بل ته لاس ورکړو چې هېواد له دې او نورو ستونزو وژغورو.

    ستاسو دوست محمد عارف رسولي

  4. اول د رسولی صاحب د تحلیل او ازونی قدردانی کوم خو زما له نظره تر اسه پوری چه ما په کومو ولایتونو کی لیدلی دی عمده او اساسی دلیل د چاپیریال د تخریب باعث شوی ده او دیر ناورینونه یی را منز ته کری دی او دیر انسانی او مالی تاوانونه یی خلکو ته ارولی دی هغه د خلکو د پوهاوی د کم والی کچه د خپل چاپیریال په هکله او د بدیل نه در لودل په گوته کوی . نو زما له نظره که چیری اول د خلکو پوهاوی ته توجه وشی او بیا دوی ته د یوه شه بدیل د پیدا کیدلوپه لته کی شو ممکن چه د مسلی د حل لپاره ممد واقع شی.
    ستاشاگرد انجنیر ابراهیم خیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب