هر کال د وږي/ سنبلې نهمه، د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په توګه لمانځل کېږي. خو هغه څه چې د زیاتو کسانو په باور یوازې نمایشي بڼه لري.
خپلواکي او خپلواکه اوسېدل د انسانانو طبیعي حق دی، ځکه خدای تعالی انسانان خپلواک پیدا کړي دي، خو له بده مرغه له ځینو انسانانو خپلواکي په زور او جبر اخیستل شوي وي او بیا ځینو خلکو، زورورو ته خپله خپلواکي په ډالۍ کې ورکړي وي او ورباندې ویاړ هم کوي.
د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې پر مېشتو افغانانو زور او ظلم تحمیل شوی دی.
که پښتانه دي یا هم بلوڅان د کرښې پورې غاړه په خراب اقتصادي وضعیت کې ساتل شوي، په طبیعي منابعو کې ونډه نه ورکول کېږي، د غدارۍ ټاپې ورباندې لګول کېږي او تر زخمي ګوتې نیول شوي دي.
د کرښې تر راتېرولو مخکې څه نا څه پر ټوله نړۍ د انګرېزانو واک چلېده. د ټولو مستعمره هېوادونو پر برخلیک دوی په خپله پرېکړې کولې او چا ته يې حق نه ورکاوه چې په خپلواکه توګه خپل غږ پورته کړي. که چا خپل اواز پورته کاوه، دوی ټکول او د دوی غږ یې بېرته خفه کاوه. په داسې له زور او اختناقه ډکه فضا کې د ډیورنډ فرضې کرښه تحمیل شوې ده.
له هند څخه د انګریزانو د وتلو او هند ته د خپلواکۍ ورکولو پر مهال د ډیورند تحمیلي کرښه له حقوقي پلوه باید ماته شوې وای، ځکه د ډیورند د فرضې کرښې تړون له انګریزانو سره شوی و، نه د انګریزانو په لاس جوړ شوي، د شیطانانو له ځالې پاکستان سره.
د انګریزانو په مرسته او شیطاني هلو ځلو، پاکستان په جعلي ریفرنډم سره د افغانستان یوه ستره برخه په ځان پورې وتړله او تر اوسه يې بې له دې چې کرښې ته څېرمه پرتو ولسونو ته هم د پنجابیانو په څیر حقوق ورکړي او یا يې پریږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي، په زور او جبر له ټولو حقه حقوقو محروم له ځان سره ساتلي دي.
دغه پرګنې له تعلیم څخه بې برخې، سیمې یې د عملیاتو په نتیجه کې ورانه ویجاړه ده، نور مدني حقوق یې محدود دي او په نورو ایالتونو کې د مور و میرې چلند ورسره کوي.
د ډیورند د تحمیلې کرښې په بهانه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د ځینو پلورل شویو تش په نامه افغانانو په مرسته د افغانستان زیربنايي بنسټونه له منځه وړي او په یوه یا بله بهانه په افغانستان کې جګړه توده ساتي او د یوه کور په منځ کې د اغزن تار او یا دیوال په واسطه بېلتون راولي.
یو څه چې ښه روښانه دي، هغه دا دي چې په خپله خوښه او رضا استعماري ځواکونه هیڅکله چاته خپل حق نه ورکوي، چې ملتونه په خپله د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو او د خپلې خپلواکۍ له پاره هلې ځلې ونه کړي.
په افغانستان کې تېرو حکومتونو د پښتونخوا یا پښتونستان په نامه تل یوازې په دې بسنه کړي وه چې ژوندی دې وي پښتونستان او ډیورنډ نه منو او يا د ډیورنډ په هکله پرېکړه د افغانستان د خلکو واک دی. په عمل کې هېڅ اقدامات نه دي شوي.
زه له دې خبرې سره چې د ډیورنډ په هکله پریکړه د افغانانو واک دی، کلک مخالف یم. ځکه حکومتونه او د هېواد ملي شورا د خپلو خلکو استازیتوب کوي او تل ټول تړونونه حکومتونه کوي او بیا يې ملي شورا تائیدوي.
د دې له پاره چې حکومتونه خپل مسئولیت په سمه توګه تر سره نه کړي او یوازې د ملت د غولولو ډرامه په ښه شکل پر مخ یوسي او خپل ځان ته په دروغو برائت ورکړي، نو وايي چې د ډیورند په هکله د پرېکړې واک له خلکو سره دی. زه نه پوهیږم چې حکومتونه خو هم له انسانانو جوړ او ځانونه د ملت استازي بولي، دوی ولې له مسوولیتونه اوږې تشوي؟
موږ تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د پښتونخوا په نامه کومه دعوا نه ده ثبت کړې، حال دا چې اوس په ملګرو ملتونو کې دایمي استازې لرو او د نړيوالو پام هم افغانستان ته اوښتی دی او نه مو دې موضوع ته کوم حقوقي استازی نیولی چې د ډیورنډ مساله په جدي په ملګرو ملتونو کې په دوامداره توګه تعقیب او وڅیړي.
له بلې زاويې که ورته نظر وکړو وبه ګورو چې بلوڅان، کردان، اذریان، چیچنایان، ایغوریان او نور له خپلواکۍ محروم ټبرونه د خپلې خپلواکۍ له پاره منظم سازمانونه لري او تل ورته هلې ځلې کوي، خو له بده مرغه زموږ د پښتونخوا دوستان کلونه کلونه د غفلت په خوب ویده او د استعمار د جغ لاندې خوشحاله ژوند تیروي.
که وګورو په قبایلي سیمو کې ځینې ځوانان چې خامخا به د پاکستان له حکومته مالي مرستې ترلاسه کوي، په ټولنیزو شبکو کې د پاکستاني واکدارانو په پلوي غږ پورته کوي، په افغانانو پسې بد رد وايي او یا هم پیغور ورکوي، چې بهرنیان یې په هېواد کې دي.
خدای تعالی وايي: ته حرکت کړه زه به برکت کړم. چا به تر اوسه نه وي ليدلي چې د ظالم زړه پر مظلوم سوی وي.
د پښتونخوا ولسونه که واقعا له خپلواکۍ سره مینه لري لږ دې د نورو ملتونو په څیر ملا وتړي او ټوله نړۍ دې په دې خبره کړي چې دوی تر ظلم لاندې ژوند تیروي او نور خپله خپلواکي غواړي.
اوس خو د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ اصل ته ټوله نړۍ د احترام سر ټیټوي، که چېرې د پښتونخوا وګړي په دې اړه کومه ټولپوښتنه وکړي چې پرېکړې یې واجب الاجرا وي، ممکن نړۍ او ملګري ملتونه یې هم ورسره ومني.
که د ښاغلي منظور پښتین غورځنګ د پښتونخوا د خپلواکۍ له پاره په غورځنګو شي او نور ټول يې تر شا ودريږي بیا به هم ناوخته نه وي، خو موږ وینو چې د پښتون ژغورنې په غورځنګ (PTM) پسې هم تبلیغات پیل شوي، څوک یې د هندوستان اجنټان بولي او څوک یې د افغانستان.
د افغانستان حکومت دې هم ملت نه غولوي، په ملګرو ملتونو کې دې د دې حقوقي دعوا له پاره دوسیه خلاصه کړي او په نړیواله سطحه دې ورته تکړه او ورزیده حقوقپوهان ونیسي. په ژړا او واویلا څه نه کیږي.
رحمان بابا لا پخوا ویلي وو:
څه اثر به زما اوښکې په تا کاندې
لا تازه شي اور په اوښکو د کباب
چې په خپله يې نه غواړو بیا نو ملامت څوک دی!!!
پیرمحمد کاکړ
په ناولی مخ دیدن د ښکلو نه شي
چې څو لوند نه شي په اوښکو د باران مخ
خوشحال بابا
هغه زیست چې د عزت له مخې نه وي
چې يې کا هغه زیست پورې هم پک یم