دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجاوېد فیصل: د طالب بندیانو د خلاصون په پلان کې هېڅ بدلون...

جاوېد فیصل: د طالب بندیانو د خلاصون په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) افغان حکومت وایي د زندانیانو د خوشي کولو په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د طالب زندانیانو د خوشي کولو په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او طالبان باید لومړی د افغان کومانډویانو هغه سرتېري خوشي کړي، چې له دوی سره بندي دي.

د فیصل په وینا طالبان دې پر ژمنو عمل وکړي او پاتې بندي کومانډویان دې خوشي کړي څو افغان حکومت هم ددوی ۳۲۰ پاتې بندیان خوشي کړي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس د دې وخت دی، چې طالبان سولې ته ژمنتیا وښيي او د افغان حکومت د پاتې بندیانو په خوشې کولو سره د سولې په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي.

تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې په ځلونو ویلي تر هغه به بین الافغاني خبرې پيل نه کړي، چې حکومت یې پاتې بندیان نه وي خوشي کړي.

2 COMMENTS

  1. که طالیبان اسلامی اصولو، افغانی دود او سولی ته ژمن خلک وی، او هم خپلو ۳۲۰ بندیانو ته ژمن خلک وی. باید او باید د هغوی سره په بند کی پاتی د افغان کومانډویانو سرتېري خوشي کړي.
    د افغانستان د ملي امنیت شورا پریکړه اسلامی، منطقی او تر ډیره عقلی ده.

    والسلام

  2. یادونه :
    دطالیبانو د ۳۲۰ بندیانو ماشومان که د خپلو پلارونو ازادیدو ته انتظار باسی. دعسکرو او کمنډویانو ماشومان هم د خپلو پلارونو ازادیدو ته لحظه په لحظه انتظار باسی. د دنیا کوم سالم عقل به دا ومنی چه چه دیوه ماشوم پلار خلاص کړه او د بل ماشوم پلار په بند کی پریږده، یو ماشوم خوشحاله او بل ماشوم وژړوه.
    که د ملا هیبت الله، برادر، عباس او دلاور غاړی ته د طالیب ماشوم لاس اچوی، همداسی د عسکر ماشوم د داکتر اشرف غنی، امرالله صالح، دانش او محیب غاړی ته لاس اچوی چه ځما پلار جان راخلاص کړه.

    د منطق څخه کار واخلی نه د ټک ټوک څخه.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب