دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپکتیا او زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنو د نظامیانو په...

پکتیا او زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنو د نظامیانو په ګډون ۹ کسانو ته مرګژوبله اړولې

تاند، شنبه د سنبلې ۸: پکتیا او زابل ولایتونو کې د سړک غاړې ماین په چاودنو کې درې ملکیان وژل شوي او د دریوو نظامیانو په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند حیات الله نظامي وايي، د نجونو یوې لیسې ته نږدې د اردو په رینجر موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده.

د ښاغلي نظامي په خبره په دې پېښه کې درې د ملي اردو سرتېري او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي. خو په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چې په دې چاودنه کې درې د ملي اردو، یو د ملي امنیت او یو ملکي وکړي ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د زابل ځايي چارواکي وايي چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې درې ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د والی ویاند ګل اسلام سیال ویلي چې دا پېښه د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په چینو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیال په وینا په دغه چاودنه کې د دوه ماشومانو په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي دا ماین د طالب جنګیالیو له لوري ځای پر ځای شوی وو.

که څه هم طالبانو ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې د مخه او اوس حکومتي چارواکي داسې بریدونه د طالبانو کار بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب