شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحنيف اتمر نن تاشکند ته په دوه ورځني سفر ځي

حنيف اتمر نن تاشکند ته په دوه ورځني سفر ځي

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) ټاکل شوې نن د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د ازبکستان د لومړي وزير د مرستيال او د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې وزير عمراکوف سردار اکتومویچ په رسمي بلنه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاشکند ته سفر وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سفر کې دواړه لوري د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو په لا پیاوړتیا په ځانګړي ډول د ټرانسپورت، سوداګرۍ، ترانزيت، پانګونې او انرژۍ په برخو کې خبرې او بحثونه کوي.

خبرپاڼه زياتوي چې ټاکل شوې دې سفر کې افغان او ازبکستاني چارواکي افغانستان ته له ازبکستان د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد تړون هم لاسليک کړي.

کابل داسې مهال له تاشکند سره د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد تړون لاسليکوي چې افغانستان تر دې مهاله هم د برېښنا د نشت له کبله له جدي ستونزو سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب