Homeخبرونهد امریکا او روسیې پوځي ګاډي په سوریه کې ټکر شوي

د امریکا او روسیې پوځي ګاډي په سوریه کې ټکر شوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) سوریه کې د امریکايي او روسي ځواکونو پوځي ګاډي ټکر شوي چې امریکايي ځواکونه پکې ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د سوریې شمال ختیځ کې هغه مهال رامنځته شوې چې روسي او امریکايي ځواکونه په ګزمه وتلي وو.

له دې پېښې وروسته دواړه لوري پر یو بل ملامتي اچوي، امریکا وایي، روسي ځواکونه هغه امنیتي زون ته ننوتلي و چې مخکې یې د نه ور ننوتو هوکړه کړې وه خو روسیه بیا وایي، امریکا یې د ګزمې مخه نیوله.

د دې پېښې ویډیو اول ځل د روسیې یوې ملتپاله وېبپاڼه کې خپره شوه چې خورا ډېرو خلکو ټویټ کړې وه. په دغه ویډیو کې ښکاري چې یوه دښته کې یو روسي پوځي ګاډي امریکايي زغرګاډي زیانمنوي او له پاسه پرې روسۍ چورلکه هم ګرځي.

روسیه د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي، خو امریکا په دغه هېواد کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوې کورنۍ جګړه کې د ځايي کوردانو ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...