جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهله سېلاب‌ځپلو کورنیو سره افغان کرکټ لوبغاړو د مرستې اعلان وکړ

له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره افغان کرکټ لوبغاړو د مرستې اعلان وکړ

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) يو شمېر نوموتو افغان کرېکټ لوبغاړو په هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له قربانيانو سره د مرستې اعلان وکړ.

په دې ډله کې راشدخان، محمدنبي او نجيب‌الله ځدراڼ شامل دي. دوی د هغې افغان لوبغاړو له ډلې دي چې د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ په نړيوالو ليګونو کې هم لوبېږي او پر خپلو بې سارو لوبو یې نړيوال حيران کړي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړي او د نړۍ لومړۍ درجه توپ اچوونکي راشدخان پر خپل ټوېټر ليکلي، دوی په افغانستان کې د سېلابونو له کبله په وروستيو ځاني او مالي زيانونو سخت خواشيني شوي او ټاکل شوې ډېر ژر د قربانیانو له کورنيو سره مرستې وکړي. راشدخان دغه راز پر نورو هم غږ کړی چې افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

د راشدخان تر څنګ محمد نبي او نجیب‌الله ځدران هم اعلان کړی چې هېواد ته له ستنېدو سره سم به د سېلابونو له قربانيانو سره مرسته وکړي.

دغه درې واړه لوبغاړي اوس مهال د ويسټ انډيز کرکټ په غوره ليګ کې لوبېږي. د دوی تر څنګ مجيب الرحمن او نوين الحق هم سږ کال د دغه ليګ برخه دي او يو شمېر نور افغان لوبغاړي بيا چې دې ليګ کې اخيستل شوي وو، د ويزو د نه ترلاسه کولو له کبله له سږني فصل پاتې شول.

د يادولو ده چې وروستيو اورښتونو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل او ګڼ نور يې ټپيان کړل. دغه راز شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ويجاړ شوي او پراخې کرنيزې ځمکې يې تخريب کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب