پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه سپین بولدک کې چاودنې ۱۳ ملکیان وژلي

په سپین بولدک کې چاودنې ۱۳ ملکیان وژلي

تاند (جمعه، د سنبلې ۷) له کندهاره رارسېدلي راپورونه وايي چې د دغه ولایت په سپین بولدک کې یوې چاودنې لږترلږه ۱۳ ملکي وګړي وژلي دي.

چاودنه د سپین بولدک ولسوالي په لوی کارېز سیمه کې په یوه تونس موټر کې شوې او په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس تنه وژل شوي دي.

تراوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. او دا هم څرګنده نه ده چې بم په موټر کې و او که په لاره کې یې اېښودل شوی و.

پر لویو لارو بمونه یا ماینونه عموماً وسله وال طالبان ږدي چې امنیتي ځواکونه په نخښه کړي خو اکثره وخت په چاودنو کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

له همدې کبله طالبان د اکثرو ملکي وګړو د مرګ ژوبلو مسوول بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...