دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسټولټنبرګ: اروپایي ټولنه افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښمنه ده

سټولټنبرګ: اروپایي ټولنه افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښمنه ده

تاند (پنج شنبه، د سنبلې ۶) د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په ګډه نن یوې خبرې ناستې ته وویلي په پام کې ده، چې د راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ترسره شي.

دوی ویلي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان، بیلاروس او مدیترانې پر وضعیت خبرې وشي.

سټولټنبرګ زیاته کړې، چې اروپایي ټولنه په مدیترانې، بیلاروس او افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمنه ده.

هغه  دغه راز ویلي، دوی د یونان او ترکیې ترمنځ د راټوکېدلیو ستونزو حل ته هم سترګې په لاره دي.

دغه راز په دې خبري ناسته کې انګلا میرکل ویلي، چې دا د نورو موضوعاتو تر څنګ د دې پلوي ده چې د افغانستان پر وضعیت هم رغوونکی بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې امنیتي وضعیت خورا اندېښمنوونکی بلل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب