شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهوردګوکې سېلابونو سلګونه کورونه وېجاړکړي دي

وردګوکې سېلابونو سلګونه کورونه وېجاړکړي دي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۶) د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې ورستیو سیلابونو ۵۱۹ کورونه ویجاړ کړي دي.

په یاد ولایت کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي د کمېټې مسولان وایي، چې په دې ولایت کې د زیاتو ورښتونو له امله سخت سېلابونه راوتلي دي.

دوی زیاتوي، چې د سېلابونو له امله ۳ مېرمنې مړې شوې او شاوخوا ۳۰ تنه ټپیان او څلور ماشومان تري تم دي.

د چارواکو په خبره، په دغه ولایت کې راوتلیو سیلابونو دغه راز زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او باغونه  هم له منځه وړي دي.

د سرچینې په خبره، په دې ولایت کې به نن د دولتي او غیر دولتي مرستندویه ادارو له لوري له ځپل شویو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرستې هم پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هيواد په ګڼو ولایتونو کې سیلابونو عامو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

بل لورته بیا دې سیلابونو تر ټولو پروان ولایت سخت زیانمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب