دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعبدالله: ښايي راتلونکې اونۍ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي

عبدالله: ښايي راتلونکې اونۍ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۶) د افغانستان دملي مصالحې دعالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي ډېر احتمال شته، چې بین الافغاني خبرې راتلونکې اونۍ پیل شي.

عبدالله عبدالله نن د سولې په تړاو یوې غونډې ته په وینا کې په ټینګار سره ویلي، چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی چمتو دی څو راتلونکې اونۍ بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.

ویل کیږي، چې د دغو خبرو لومړۍ ناسته د قطر پلازمینې دوحه کې ترسره شي او په کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي سره وګوري.

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کې به اوربند له اصلي موضوعاتو وي.

ټاکل شوې وه چې دا خبرې کابو یوه میاشت مخکې پیل شوې وی، خو د طالبانو او حکومت بندیانو د خلاصون بهیر نه بشپړېدو له کبله دا خبرې ځنډېدلې دي.

افغان حکومت ټینګارکوي، چې د طالبانو په بند کې افغان کومانډو ځواکونه باید مخکې له خبرو خوشې کړای شي خو بل لورته بیا طالبان د خپلو پاتې ۳۲۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پيل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې یوه برخه ده.

خو د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه افغان حکومت ۵ زره طالب بندیان او یاده ډله هم ۱۰۰ افغان سرتېري، چې ورسره په بند کې دي خوشې کړي خو تراوسه دا پروسه نه ده بشپړه شوې.

2 COMMENTS

  1. د حکومت او طالیبانو څخه د یو افغان په حیث خواست کووم، ضد، کبر او غرور پریږدی، شخصی ګټی نور په ملی ګټو او شخصی پریکړی په ملی پریکړو بدلی کړی. دغه پاتی طالیبان او عسکر ان د بند څخه خلاص کړی.
    ستاسو د ضد، غرور او کبر څخه نور ولسونه په تنګ راغلی، افغانستان په تنګ راغلی او دنیاوال هم په تنګ راغلی.
    بس ده په افغانستان کی نور ډیریی افغانان هم اوسیږی، چه نه د یو څو طالیبانو تر چتر لاندی اسلامی امارت منی. او نه د اوسنی سرپرست حکومت تر چتر لاندی اسلامی جمهوریت منی.

    • عبدالله تر غني ښه سياستوال دی د وخت سره ځان عياروي که څه هم د جمعيت بانډ غړی، خاين او غلامه څېره ده خو په زکاوت سره کولای شي خلک تېرباسي ځان افغان محوره سياسي معرفي کړي.
      عبدالله هم لکه د نورو لنډه‌غرو ښکاره افغان دښمنه څېره ده خو هر ګام په هوښيارۍ پورته کوي او د بوسو لاندې اوبه بيايي، اوسنی سياست يې هم په دې چل و فريب روان دی چې ځان د سولې خوښوونکی ګڼي خو په اصل کې جمعيت بانډ د افغانستان د پرځولو او بربادولو لپاره په راولپنډۍ کې جوړ شوی….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب