Homeخبرونهحمدالله محب د انګلیستان او اسټرالیا له سفیرانو سره د دوه اړخیزو...

حمدالله محب د انګلیستان او اسټرالیا له سفیرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې کړي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۶: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د اسټرالیا له سفیر جیف توت سره ټیلفوني خبرې کړي.

د ملي امینت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، له اسټرالیا سره خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته د ارزښت په سترګه ګوري.

حمدالله محب زیاته کړې، افغانستان له اسټرالیا سره د طالب بندیانو د خلاصون په ګډون په ټولو موضوعاتو کې دوه اړخیزو همکاریو ته ژمن دی.

په دغه ټیلفوني خبرو کې د اسټرالیا سفیر هم څرګنده کړې چې هېواد یې په پورته ټولو ذکر شویو مواردو کې د افغانستان دولت سره ګډو همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.

په ورته مهال حمدالله محب په کابل کې د انګلستان له سفیرې سره له نږدې کتلي دي.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حمدالله محب په کابل کې د انګلیستان هېواد له سفیرې الیسن بلیک سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

سرچینه کاږي دواړه لوري د عمومي وضعیت تر څنګ د سولې د مخامخ خبرو د پیل او د سولې پروسې د هڅو د پرمختګ په اړه هم غږېدلي دي.

په دې ناسته کې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی ورته د منلو وړ نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...