Homeخبرونهولسمشرغني د ملي دسترخوان مالي سند لاسلیک کړ

ولسمشرغني د ملي دسترخوان مالي سند لاسلیک کړ

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۶) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دسترخوان پروګرام مالي سند لاسلیک کړ.

ولسمشر غني د دې سند د لاسلیک پرمهال وویل، چې حکومت په پام کې لري څو ۹۰ سلنه افغانان د ملي دسترخوان ترپوښښ لاندې راشي.

غني د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړه، چې ملي دسترخوان صدقه نه، بلکې د خلکو د اساسي حقونو تامین دی او په خبره دا پروګرام به د اساسي قانون په چوکاټ کې عملي کیږي.

نوموړي وویل دا پروګرام د لومړي پړاو په ۱۲۳ او دویم پړاو په ۲۳۵ ولسوالیو په ۱۴ ښارونو او ۱۹ ولایتونوکې عملي کیږي.

ولسمشرغني وویل د دې ملي پروګرام د مدیریت ټولې چارې د کلیو د پراختیایي شوراګانو په لاس کې دی څو اړمنو کورنیو ته یې ورسوي.

ولسمشرغني د ملی دسترخوان مالي سند په داسې حال کې لاسلیکوي، چې ولسي جرګې د رایو په اکثریت دا پروګرام رد کړی دی.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%8a-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d8%af-%d8%b1%d8%a7%d9%8a%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%a9%d8%ab%d8%b1%db%8c%d8%aa-%d8%af%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%af%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%ae%d9%88%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...