دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسیاسي فعالان: حکومت کې یوې کړۍ موږ ته «د مرګ خبرداری» رالېږلی

سیاسي فعالان: حکومت کې یوې کړۍ موږ ته «د مرګ خبرداری» رالېږلی

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۶) یوشمېر سیاستوالو ولسمشر غني ته په یوه لیک کې لیکلي چې په حکومت کې یوې کړۍ په مرګ ګواښلي دي.

په دغه لیک کې رحمت‌الله نبیل، حضرت عمر زاخېلوال، حکمت خلیل کرزي، عبدالکریم خرم، سیداکبر اغا، دانش کړوخېل، اصف اشنا او فیض‌محمد ځلاند لاسلیکونه کړي دي.

دوی ویلي چې د طالبانو له ادرسه یې یو ګواښوونکی لیک ترلاسه کړی، خو په وینا یې، له جعلي ادرسه او په حکومت کې د یوې کړۍ له لوري ورته لېږل شوی دی.

یادو کسانو لیکلي چې ورلېږل شوی لیک یې ځکه جدي ګڼلی چې په وروستیو څو میاشتو کې د حکومت یوشمېر منتقدان په مرموز ډول ترور شوي او تر اوسه روښانه نه ده چې د کومې ډلې له لوري دا کار شوی دی.

دوی ادعا کړی چې د ولسمشر د لومړي مرستیال او ملي امنیت د مرستیال په مشري د څو لوړپوړو حکومتي چارواکو له لوري ورته دغه لیک لېږل شوی.

په دغه لیک کې لیکل شوي: «د ترور هره پېښه چې شک په‌کې وي، مسوولیت یې پر تاسو (دولت) دی.»

د دغه لیک لاسلیکوونکو ټینګار کړی، هغه دولتي چارواکي چې شک پرې کېږي، باید له دندو ګوښه او لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شي. لاسلیکوونکو په مشخص ډول د چا د ګوښه کولو غوښتنه نه ده کړې.

د یاد لیک لیکوالو ویلي، که دولت یې اندېښنې جدي و نه ګڼي، دوی به خپل معلومات او اندېښنې له خلکو او اړوندو نړیوالو ادارو سره شریکې کړي.

څه موده مخکې د ملي امنیت مخکېني رییس رحمت‌الله نبیل له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و چې په مرګ ګواښل شوی دی.

4 COMMENTS

  1. امرالله صالح او ځيني نور لنډه‌غر او پرديپالي د سولې سخت مخالفين دي دوی دومره ظلم کړی چې حد پرې تمام دی اوس په ټول قوت د سولې مخنيوی هم کوي دا ځکه چې دوی خپل راتلونکی تور ويني او دوی سره حساب شونی دی، صالح ګوډاګي به امریکايي پوځيانو ته د بې ګناه او بې پلوه پښتنو کورونه په نښه کول چې ګواکې طالبان يا القاعده دي ددې لپاره چې يوڅو ډالر واخلي او ځان دوی ته وفادار غلام معرفي کړي.
    غني هم د سولې مخالفت کوي او پلمې جوړوي شايد دغه مشورې هم لنډه‌غر صالح او نور ټاميان ورکوي خو غني ته پکار ده چې ملي روغې جوړې ته کار وکړي او پرېنږدي چې يوڅو شرخوښي د سولې راغلې موکه سبوتاژ کړي، که څه هم غني نيم واک نورو ته ورکړی خو مسووليت ځکه ده ته راجع کېږي چې د ولسمشر په نوم يادېږي نو د خپل نوم او افغانستان د بربادۍ خوب دې له مغزو وباسي. مننهع

  2. د قضیې بل لوری خو طالبان دي او دا چې په کوم ډول به په حکومت کې شاملېږي او یا به خپل خپلواک حکومت جوړوي، دا لا تر اوسه ښکاره نده. دا منو چې په اوسني حکومت کې ډېرې نیمګړتیاوې شتون لري چې یوه بېلګه یې همدا د لنډغرو شتون دی. دا هم منو چې دلته په هېواد کې د همدغو لنډغرو له خوا څخه ډېر ظلمونه شوي دي. که طالبان په خپلواکه توګه قدرت ترلاسه کړي، د افغانستان راتلونکې به څه ډول وي او د هېواد د خپلواکۍ د شتون ضمانت څوک ورکولای شي. مونږ خو د ای اس ای د لاسوهنو نه ډېر په وېره کې یو او داسې نشي چې یو ځل بیا پنجابیان نېغ په نېغه په ارګ کې راته کېني. درناوي

  3. محمده وروره چه انګریز دې مات کړیدی، شوروی اتحاد ته دې داسی ماتی ورکړه چه اتومات په روسی بدل شو او امریکا خپله وای چه په جګړه د افغانانو ګټل شونی نده.
    نو بیا تورمخی پنجابی څوک دی چه زه او ته ورڅخه وډار شو. زه د خپل ناپوهه ورور او کلیوال څخه ډاریږم، چه د امریکا په شتون کی په ما او تا د کُفر ټاپی لګوی. کله چه د افغانستان څخه امریکا وځی بیا ځما دغه ناپوهه ورور په ما او تاسو ټاپی نشی لګولی، او بیا به ترټولو غټ خطر چټلستان ته متوجع وی. ځکه افغانان په دغه ۴۲ کلن ناروا او تحمیلی جګړی کی داسی ترینینګ شوی چه پاکستان او ایران سر له اوسه وارخطا دی.
    دا څو کاله کیږی چه مولوی عبدالمنان نیازی د پاکستان او ایران سرسخته مخالف قوماندان پاتی شوی، او هغه چغی وهی چه امریکا سره جهاد ، او ایران او پنجاب می سرسخته دښمنان دی. حتی په خپلو ناپوهه رقیبو طالیبانو هم چغی وهی چه د ملی اردو په عسکرو جګړه ناروا ده. د قوماندان نیازی په له منځه وړلو کی د پنجاب ای اس ای او ایرانی اخندی جاسوسانو تر حده زیات کوشش وکړه، مګر زور یی پری نه رسیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب