دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۲۰۰۰ کورونه نړولي دي

په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۲۰۰۰ کورونه نړولي دي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۶) طبیعي پيښو ته د رسیدنې چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر اساس، د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د تیرو څو ورځو سختو بارانونو او سیلابونو له ۲۰۰۰ زیات کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي دغو سیلابونو کې له ۱۰۰زرو جریبو زیاتې کرنیزې ځمکې هم له منځه تللي دي.

دغو سیلابونو همداشان تر اوسه نږدې ۷۵۰۰ څاروي هم اوبو له ځان سره وړي دي.

باغونه، ښوونځي، سړکونه، هټۍ، جوماتونه او د توکو زیرمې هم د سیلابونو له قهره خوندي نه دي پاتې.

وروستیو سیلابونو د کابل، میدان وردګو، پنجشیر، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان او خوست ولایتونو یو شمیر برخې ځپلي او دا امکان هم شته چې د دغو سیلابونو دوهمه څپه راپورته شي.

د سوداګرۍ او پانګونې وزارت پر حکومت نیوکه کوي چې له سیلاب ځپلو سره یې لازمې مرستې نه دي کړي.

د همدې ترڅنګ، د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۱۳ سیمې د سیلابونو تر جدي ګواښ لاندې بلل شوي دي.

دغو سیلابونو ترټولو زیات، په پروان ولایت کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پروان د ملکي روغتون چارواکي وایي تر اوسه دغو سیلابونو له امله ۱۰۱ تنه وژل شوي او ۱۰۹ نور ټپيان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب