د طالیبانو د رژیم ټولیدل ؤ، مور مې زما څخه پۀ سلګونو کیلو مټره پۀ لیری واټن کې وه. تقربیاً چې شپږ او اوو کلونو تر منځ مې خپله ساه اخیسته، دا نو هغه وخت ؤ چې د امریکا جیټونو، اسمان پۀ سر اخیستی ؤ، همدا مانؤرونه به یې کؤل. زۀ مې د خپل خدای بخښلي بابا سره د هغې پۀ خوا کې ناست ؤم. پۀ ډیرې تیزۍ مو تر غوږونو د سترو بمونو انګازې تیریدلې.
پۀ کلي کې هیڅ نۀ تر سترګو کیدل زۀ او بابا مې لکه شهکاره جنګیالي پۀ کلي کې یواځې پاتې وو. ښۀ مې یاد شي چې امریکایي الوتکو زمونږ د کور خوا پۀ کروز وویشتله فضا یو ډؤل کرکجنه شؤه موجونو پۀ دومره شدت زمونږ د کور پۀ انګړ لارې وکړې چې هیڅ شی پۀ امان پاتې نۀ شؤ، د کلا دروازه مو بیخي تر سترګو نشؤه، هغه خو خیر د کوټو دروازې او ښیښې مو هم زرې-زرې شوې. بابا مې کلک پۀ غیږه کې لکه نوی ماشوم نیولای ؤم. د بمونو انګازو مې پۀ غوږونو کې یو پر بل ګوزارونه کؤل، طالیبانو هم پۀ کلاشینکوف، پیکا، دها پیوا، دها شکو باندې خپل د مرګ موجونه شړل. ځکه د الوتکو الوت بیخي پورته هغه د ماشومانو خبره د ستورو سره کیدۀ پر هوا د مرمیو او ستورو توپیر نۀ کیدۀ.
مونږ یې یواځې ننداره کؤله کۀ څۀ هم زۀ کوچنی ؤم، زمونږ د کور پۀ یوې غاړه(کناره) کې یوه څمڅه بابا مې ددې کرغیړن ناورین نه د خوندي تابه لپاره جوړه کړې ؤه. یؤ ډول تورتم پکې ؤ چې آن لاسي څراغ پکې هم کار نۀ کاوۀ. سرتاقونو یې یو ډؤل چینجي کړي ؤ. خپله لرګي چینجو دومره پۀ ملا مات کړي ؤ چې یؤ ډؤل تک تک اوازونه یې کؤل لکه ماتیدل چې… لرګي بیخي ناتوانه ؤ خپل بور یې خپله لۀ ځانه شړل.
پر ما د لرګیو بور دومره ډیره پراته ؤ لکه کوچنې ماشوم چې پۀ اوړو کې ټول ځان ککړ کړي. تر څمڅې بهر ژؤند ناشونی ؤ زۀ پۀ یو کونج کې لکه یخ وهلې مرغۍ ناست ؤم لۀ بمونو نۀ بیریدم بلکې لۀ تورتمونو بیریدم ځکه پۀ تورتم کې انسان خپل ځان هم نشي لیدلای چې ګواکې پۀ کوم حالت کې یم. سهار شو ورځ شؤله زۀ همغسې پۀ څمڅه کې مې کوچني لاسونه لۀ زنګونونو تاؤ کړي همداسې شخ(جام) پاتې ؤم.
بابا مې راباندې غږ وکړ بچیم درځه دباندې ما ورته کړل نۀ راځم بابا بمونه دي ویې خندل وایي راځه هیڅ خبره نشته د وجود هر غړی مې چې خورؤۀ درد یې کاوۀ ځکه ټوله شپه همغسې ناست ؤم. لۀ څمڅې چې راوتم لمر دومره تیز ؤ چې د لږې مودې لپاره مې سترګو کار پریښود یو ډؤل سترګې مې جال جال کیدلې.
د لوږې او تندې پۀ کیسه کې لا نۀ ؤ بهر نور خیر او خیریت ؤ. مرغیو هم لۀ ویرې خپل اوازونه پۀ خپلو وجودونو کې پټ ساتلي ؤ. سپیان بنګیدل یوې خوا او بلې خو لکه سړی چې یو چاته پۀ انتظار وي دا سې تلل راتلل. هیڅ د ادم زات اواز نۀ تر غوږونو کیدۀ. دا نو هغه وخت دی چې طالیبانو خپلې کډې بار کړې وې او د تورې بورې پر لور اوچتو (پېک اپ) ډاډسنو سم ګامونه وهل لکه هوسۍ چې لۀ زمري پۀ تیښته وي. طالیبانو هیڅ مقاومت ونکړ او دا خپله خاوره یې لکه ډالۍ داسې امریکایي پوځیانو ته پریښودله.
ملګرو! نن چې داسې پؤرته پؤرته غږیږي دا هسې ډیالوګونه دي. هغه وخت یې ټول اداري کمپلیس پۀ لاس ؤ ولې یې ترې خپل ځانونه قربان نکړل او پۀ یوه شپه کې ټول افغانستان لۀ لاسه ورکړ؟
د دې کیسې اخلاقي نتیجه دا چې دا هر څۀ زمونږ د مشرانو د بې اتفاقۍ بنسټیز لامل ؤ، خپل منځي شخړو مونږ منزوي کړلو، برباد یې کړلو، دربدر یې کړلو، جلا وطنۍ ته یې اړ کړلو، آن ورور وژنې ته یې مجبور کړلو. ما فقط د مقاومت یوه شپه د جګړې ننداره کړه کۀ څۀ هم کوچنی ؤم خو باور وکړئ دومره یې وراخطا کړی ؤم چې خپل ځان رانه ورک ؤ فقط خپله ساه مې پۀ وجود کې همداسې ریږدیدلی خوندي وه اوس هغه تور انځورونه مې مخې مخې ته کیږي ځان داسې غونج کړم.
د جهاد او مقاومت پیر!
مور مې کیسه کاندي ویل یې هره ورځ تر سلګونو زره ړاندۀ مزایلونه پرمونږ توغؤل کیدل، ظلمونو زمونږ پر وجودونو دومره لارې کړې وې لکه هغه د غنمو ماشین چې غنم ریبي.
اه!؟ مشرانو هسې مو خپل هېواد د تنظیمونو او د پردیو ښکار کړ دربدر مو کړ، ښۀ ظلم مو پرې وکړ څومره ورونه مو ووژل میندې مو بورې کړې، میرمنې مو کونډې کړې، ماشومان مو یتیمان کړل، یو او بل مو د کمونیست، خلقي، پرچمي، حزبي او جمیعتي پۀ نوم پۀ دار وځړؤل، اه د ټانګونو د چاینونو ښکار شؤل. دا ټولې وژنې مو د پردیو د خوشحالولو لپاره وکړې؛ بادار مو خوشحاله کړ امریکا او پاکستان مو بیخي خوښ کړل. خو څۀ مو وکړل پوهیږی خپلې مور سره مو جفا وکړه، زنا مو ورسره وکړه…د خپلو شخصي ګټو او د پاکستان د خوښؤلو لپاره مو پردي بچي ووژل. زمونږ برخلیک مو راځیني ورک کړ. روغ نظامونه مو ړنګ کړل، د داود خان خوبونه مو وتروړل!
نن همغه حزبیان د جمیعتیانو سره پۀ یؤ میز شحمي او غوړن کبابونه نوش جانوي، پرچمي او خلقي هم همداسې… اوس نو هغه مرګ ژوبلې د خندا پۀ څپو تیروئ!؟ ای بیغرتو وګورئ نن همغه ملت ویښ دی ستاسې دا ټول ظلمونه یې ننداره کړل خپل بچي مو پۀ امریکایي پوهنتونو کې زده کړې کوي او چاچې ستاسې تر قومندې لاندې جګړه کؤله د هغې ناموس نن پۀ ښارونو، واټونو کې خیراتونه ټولوي او د ډؤل ډؤل اخلاقي فساد ښکار دي. دا ؤ ستاسې د جهاد پایله!؟
نن پر مونږ د امریکایي استعمار لامل تاسې یاست، کۀ مو پۀ مشارکت د دې هېواد او خلکو لپاره د صبر او زغم کار اخیستې وای نو نن به مونږ هم د پؤرته ګراف هېوادونو پۀ کتار کې ؤ.
مننه لۀ لؤستلو مو!
تمت بالخیر!
ګران عبید جان مننه چه د ماشومتوبه تر ځوانی دي د دغه تحمیلی او ناروا جګړی په هکله د خپل زړه درد بیان کړی دی. الله ج دي وکړی چه دا جګړه او ورور وژنه نوره ختمه او په وطن کی مو آمن او سوله راشی.تر څو مو ماشومان بی ډاره او بی درده ژوند وکړی..
بلی امریکایانو کروز توغندی د هند د بحر څخه د جنګی کیشتیو څخه ویشتل او بی ۵۲ جنګی الوتکی چه د ۱۵ ټنو څخه غټ بمونه به یی غورځول، او نوری جنګی الوتکی به هم د بحر، هم د پاکستان او تاجکستان د هډو څخه رالوتلی او بمباردونه به یی کول، یو کروز توغندی ۲ میلونه ډالر قیمت لری.
والسلام