جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان: راتلونکې اوونۍ د سولې د خبرو پلان نه شته

طالبان: راتلونکې اوونۍ د سولې د خبرو پلان نه شته

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر راتلونکې اوونۍ د سولې د خبرو د پیلېدو په اړه د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله څرګندونې رد کړې.

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې راتلونکې اوونۍ به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.

خو شېرمحمد عباس ستانکزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره د خبرو کوم پلان نه شته.

ستانکزي دا خبره په داسې وخت کې کړې چې دواړه خواوي، هم حکومت او هم طالبان د امریکا او پاکستان تر فشار لاندې دي چې خبرې پیل کړي.

عبدالله پرون (پنجشنبه) یوه ورځ وروسته له دې چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې، وویل چې په ډېر احتمال راتلونکې اوونۍ (د سپټمبر په لومړیو کې) به د سولې خبرې پیل شي.

راپورونه وايي چې پاکستان طالبانو ته ویلي چې د امریکا تر فشار لاندی دی او ژر له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

طالبان وايي، تر هغو خبرې نه کوي چې له ۵ زرو بندیانو څخه یې پاتې ۳۸۰ خوشی شوي نه وي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون یوې غونډې ته وویل چې هیواد به یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب