Homeخبرونهد نيوزيلينډ یوې محکمې هغه قاتل،چې مسلمانان یې وژلي وو په عمري...

د نيوزيلينډ یوې محکمې هغه قاتل،چې مسلمانان یې وژلي وو په عمري بند محکوم کړ

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۶) د نيوزيلينډ یوې محکمې هغه قاتل ته، چې په دې هېواد کې یې مسلمانان وژلي وو، د عمر بند سزا ورکړه.

برینټن ټارینټ تېر ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د د دې هېواد النورجومات پر لمونځ کوونکو برید وکړ، چې له امله یې ۴۴ تنه ووژل شول.

دا لومړی ځل دی، چې په یاد هېواد کې یو کس ته د داسې عمري بند سزا ورکول کېږي، چې د بښلو امکان یې نشته.

برینټن ټارینټ اسټرالیايي توکمه دی او ۲۹ کاله عمرلري، چې د محاکمې څلور ورځني بهیرکې د ۵۱ کسانو د وژلو، د ۴۰ نورو کسانو د وژلو د هڅې او بل ترهګریز برید د ترسره کولو تورمنلی دی.

د معلوماتو له مخې د نوموړي محکمې څلور ورځې وخت ونیو او۶۰ بیانیې په دې لړکې واورول شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...