جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله سېلاب ځپلو سره د مرستې په پار پروان ولایت ته...

عبدالله عبدالله سېلاب ځپلو سره د مرستې په پار پروان ولایت ته تللی

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۶) دافغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله د سېلاب ځپلو کورنيو سره د غمشريکۍ او مرستې لپاره نن سهار پروان ولایت ته تللی دی.

عبدالله عبدالله په په دغه سفر کې له زیانمنو کورنیو سره وویني او دوی ته به د غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي.

د پروان له سیلاب ځپلو سره د ایران هيواد هم د مرستو ډاډ ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، سرې میاشتې ته یې دنده سپارلې، چې د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت  په یوه خبرپاڼه کې د پروان ولایت پر پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، ډېر ژر به د پروان ولایت سېلاب ځپلو ته د دوی مرستې ور ورسېږي.

پروان ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله تر دې مهاله ۸۵ تنه مړه شوي، ۱۱۰ تنه ژوبل شوي او شاوخوا ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

له پروان سربېره په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم وروستیو ورښتو او سیلابونو سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

2 COMMENTS

  1. د صلح مشکل حل شو اوس یی سیلاب ځپلو سره پروان ته تللی دی دا ملک چه نه جوړیږی همدا علت یی دی چه خپل کار پریږده او د بل کار پسی لاسونه بډ وهه هغه د طبیعی حواثاتو سره اداره چیری ده

  2. که څه هم سیلابونه او نور طبعي آفات د الله ج یو امتحان او الهي عذاب دی خو د داسې طبیعي پېښو په مقابل کې انسان باید تل آماده اوسي . دولتونه په خپل تشکیل کې له داسې پېښو سره د مبارزې یوه اداره لري چې د ضرورت په وخت کې له مصیبت ځپلو سره مرسته وکړي . د دولت نظامي او امنیتی قواوې هم باید د مصیبت یا تهدید لاندې سیمو خلکو ته نجات ورکړي . که حادثه ډېره لویه وي او د مصیبت ځپلو خلکو شمېر زیات وي ، د دولت مشر له هغوی سره د مرستې او خواخوږۍ لپاره ورځي .
    اما د ډاکتر صاحب عبدالله موضوع جدا ده ، هغه اوس د یوې کوچنۍ تشریفاتي او ظاهرا یوې بې مسوولیته ادارې یا دافغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر دی . له دې امله چې ښاغلي کومه بله دنده نه لري او د بېکاري له امله وزګار دی ، پداسې شرایطو کې د سلګونو امنیتي مسوولینو سره یوځای یواځې د پروان ولایت ته سفرکوي ، ځکه دغو خلکو د انتخاباتوپه وخت کې نسبتا زیاته رایه ډاکتر عبدالله ته ورکړې وه . اما ملي مشر باید د خپلو خلکو منځ کې فرق ونکړي . که د پروان خلک زمونږ یوه سترګه ده ، د میدان وردک ولایت خلک زمونږ بله سترګه دي ، باید له دواړو سره مساوي چلند وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب