Homeخبرونهننګرهارکې د ملي امنیت ځواکونو ۸ طالبان له درنو او سپکو وسلو...

ننګرهارکې د ملي امنیت ځواکونو ۸ طالبان له درنو او سپکو وسلو سره نیولي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۶) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو ۸ تنه وسله وال طالبان له چاودیدونکو توکو، ریموټ کنټرول بمونو،د هاوان او راکټ له مرمیو سره نیولي دي.

نیول شوي کسان نن د ملي امنیت ریاست کې رسنیو ته د یو خبري کنفرانس پرمهال وښودل شول.

د کنفرانس پرمهال د ننګرهارسرپرست والي تمیم عارف مومند وویل، چې دا کسان دملي امنیت ځواکونو په بېلوبېلوعملیاتو کې نیولي او په خبره یې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی.

دغه کسان جلال اباد ښار، سره رود، مومندرې، هسکې مېنې، بهسودو او خوږياڼو ولسواليو کې له چاودېدونکو توکو او مهماتو سره نیول شوي دي

هغه زياته کړه، چې دوی په بېلابېلو ځايونو د بريدونو پلان درلود خو موخې ته تر رسېدو وړاندې ونيول شول او اوس په امنيت کې تر پلټنو لاندې دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...