افغانانو سختې او خونړۍ جګړې تجربه کړي، زبرځواکونو یې د ورکېدو او محو کولو هڅې زیاتې کړي، خو دا وګړي لا هم خپل هویت او ویاړونه لري.
په ۱۸۷۹م کال د افغان او انګلیس د دویمې جګړې پر مهال د انګریزي ځواکونو بالندوی جنرال (رابرتس) چې د پیواړ کوتل په سیمه کې له افغانانو سره په جګړه بوخت و.
د ۱۸۷۸ میلادي کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه يې خپل قوماندانان کمپ ته راوبلل او په ډېره ستغه يې ورته وویل:
«ولې زموږ ځواکونه د پیواړ کوتل له ککرۍ څخه لاندې درې ته نه شي کوزیدلای. آیا دا د شرم خبره نه ده، چې هم مو ځواکونه له دوی ډېر دي، هم مو پوځي ښوونه ډیره ښه ده او هم ښې وسلې لرو؟ خو د یو څو بربنډو او بې وسلو افغانانو لخوا زموږ لاره بنده ده. زه یو ځل بیا خپل امر تازه کوم او وایم چې منظم پلان جوړ او کوتل ته ور کښته شئ.»
قوماندان میجر پالمر جنرال رابرتس ته وویل:
«دا افغانان لکه بلا داسې نازلیږي او د دوی مورال او انګیزه ډیره لوړه ده.»
جنرال تهلیوال ورغبرګه کړه او ويې ویل:
«واوره ګرانه جنراله، دا هغه خلک دي چې د ډول له غږ سره په غورځنګو راځي او بیا په خپل درد او مرګ نه پوهیږي.»
میجر پالمر زیاته کړه او ويې ویل:
«که رښتیا ووایم د دوی د ډول اواز پر ما ډېر بد لګېږي، اعصاب مې را خرابوي. بل مې هیڅ شی دومره نه شی ځورولای لکه د دوی دغه لعنتي ډول.»
جنرال رابرتس سوړ اسویلی وایست او ويې ویل:
«د خدای له پاره هیڅ نه معلومیږي، ډول وهي او په موخو يې نه پوهیږو. رښتیا چې د عجایبو وطن دی.»
جنرال رابرتس چې پر خپلو ځواکونو نازیده او د بادونو پر آس سپور و خپلو ملګرو جنرال تهیلوال او جنرال کاب ته مخ ور واړوه او ويې ویل:
«زما هوډ دا دی چې دغه د لارې خنډ له یوه مخې له منځه یوسم.»
ده زیاته کړه:
«زه غواړم د افغانانو غرور مات کړم او لندن ته باید روښانه کړم چې رابرتس دا توان لري چې ټول یو ولس د مځکې له مخه ورک کړي.»
ده وویل:
«د وایسرای لارد لیتن او کېوناري هم همدا نظر دی.»
ده په ټینګار سره زیاته کړه:
«ماته په تجربو ثابته شوې ده چې ښایي په دغه ځنګله کې یو وږی لیوه زموږ دوست شي، خو پر افغانانو باندې باور د وخت ضایع کول دي.»
غلام محمد کامه وال لیکي:
ای د رڼا قاتله
ای د خوښۍ زاواله
له تانه کرکه راځي
زموږ کلي ته نور
د بېوسۍ مرګونه مه راوله
د جنرال رابرتس ځواکونو به تل د انګلستان د ملکې ویکتوریا د سلامتۍ دا ترانه،
د ملکې د تاج تر شپول لاندې
دا جهان را ټول دی
موږ يې نوکران یو
موږ يې غلامان یو
په لوړ اواز زمزمه کوله. د جنرال رابرتس له ځواکونو سره چې څو تنه افغانان هم ملګري وو. یو افغان چې دغه ترانه يې زمزمه کوله، خپلو ملګرو ته وویل:
«ډیره سپکه ترانه ده. زما خو په ژبه دا کلمات داسې څرخي لکه د لړم نېش چې مې په ژبه نیولې وي.»
که تیرو وختونو ته پام وکړو، ډیرو دښمنو ځواکونو زموږ د ټبر د ورکیدو هوډ او کوښښ کړی دی او اوس هم د ځینو انسان دښمنو له خوا د افغان ټبر د ورکیدو هلې ځلې کیږي، خو د یوه مکمل ټبر ورکول یوازې د خدای تعالی له وسې پوره دی او بس.
د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه کې جنرال نات په ۱۸۴۰ میلادي کال له کندهار څخه خپلې لور ته ولیکل:
«افغانان د خپل هیواد سره مینه لري او بې له جګړې خپل هیواد چاته نه پریږدي. همغه ده چې انګریزانو پر افغانستان د یرغل په هکله ستره غلطي کړې ده.»
افغانان په جګړو کې زیږیدلي، لوی شوي او لوبېدلي دي. دا هم سمه ده چې په جګړه کې له افغانانو نه چا ډګر ګټلی او نه يې افغانان د جګړې په ډګر کې مات کړي دي. په تاریخ کې يې بیلګې ډیرې تیرې شوې دي. خو یوازې د جګړې ګټل هنر نه دی. د جګړې له ګټلو سره یو ځای په خپل منځ کې یووالی، د هیواد پر مختګ ته پاملرنه او مدني ژوند ته مخه کول بیا تر ټولو ښه هنر دی.
اوس هم ناوخته نه دی، که افغانان له تاریخ څخه زده کړه وکړي، تیرې تجربې بیا تکرار نه کړي هم به مو هیواد سمسور شي او هم به د دښمن پر مخ کلکه څپیړه شي.
د جګړې ګټل یو خوند لري او بیا له جګړې وروسته په سوله کې ژوند او د یو مدني انسان په توګه په ټولنه کې اوسیدل او ټوله ټولنه د مدني ژوند پر لوري سوقول بیا بیل خوند لري.
د یوه سړي اوښ ورک شوی و. اعلان يې وکړ چې هر چا زما اوښ پیدا کړ، خپل اوښ همغه کس ته بخښم. چا ترې پوښتنه وکړه چې په دې کې ستا څه ګټه ده؟ د اوښ خاوند ورته وویل:
«یو د اوښ د پيداکولو خوند او بل د اوښ د بخښلو خوند!»
راځئ دواړه خوندونه تجربه کړئ. یو د جګړې د ګټلو خوند او بل په سوله کې د ژوند کولو خوند.
په دې سره به موږ دوه ګټې کړي وي لکه چې وايي:
ملنګه دوه ګټې دې وکړي
یو دې خیر ټول کړ بل دې وکړل دیدنونه