جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا کې د خطرناکو توپانونو د راتلو خبر ورکړل شوی

امریکا کې د خطرناکو توپانونو د راتلو خبر ورکړل شوی

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۶: د امریکا تحقیقاتي ادارې خبر ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به خطر ناک توپان ددغه هېواد مکزیک ساحلي سیمې وځپي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس توپان پیل شوی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې دغه توپان به په ساحلي سیمو کې سترې څپې راولاړې کړي چې ښايي ځایي خلکو ته یې هم زیانونه ورسېږي.

په یاده سیمه کې نږدې ۵ سوره زره کورنیو ته له کورونو د وتلو امر هم شوی دی.

ویل کېږي په دې سیمه کې تېر کال یوه توپان سلګونه کورونه نړولي او لسګونه کسان یې هم وژلي وو.

تازه د امریکا د استوايي توپانونو ادارې خلکو ته له سیمې د وتلو خبرداری ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب