جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاتمر په یو دوه ورځني سفر د اړیکو د پراختیا لپاره ازبکستان...

اتمر په یو دوه ورځني سفر د اړیکو د پراختیا لپاره ازبکستان ته ځي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۶) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر سبا په یو رسمي دوه ورځني سفر ازبکستان ته ځي.

ازبېک رسنۍ وایي ټاکل شوې، چې حنیف اتمر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له ازبېک چارواکو سره پر بېلابېلومسایلو خبرې وکړي.

سرچینې وایي تر ډېره به د دغه خبرو تمرکز پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګریزو اسانتیاوو وي.

د سرچینو په حواله دغه راز به په دې خبرو کې  د افغانستان سوله هم د ازبیک او افغان چارواکو د بحث وړ مسئله وي.

د یادولو ده ، چې ازبکستان تر دې وړاندې هم په ټینګار سره ویلي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

یاد هېواد په ځلونو د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته هم چمتووالی ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب