جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکاپیسا او پکتیکا کې سېلابونو ۱۱ کسان مړه او تر دې زیات...

کاپیسا او پکتیکا کې سېلابونو ۱۱ کسان مړه او تر دې زیات ټپیان کړي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۶: د راپورونو له مخې کاپیسا کې هم درنو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي ددغه ولایت په کوه بند ولسوالۍ کې تېره شپه سېلابونه راوتلي چې له امله لس کسان مړه او تر لسو ډېر نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په خبره په سیمه کې د ولسي خلکو په همکارۍ د لارو پاکولو او جسدونو را ایستلو عملیات پیل شوي دي.

ویل کېږي ددغه ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د یو بل خبر له مخې په پکتیکا کې د سېلابونو راوتو پېښه کې یو کس وژل شوی او په سلګونه جریبه زراعتي ځمکې یې تخریب کړي دي.

د پکتیکا ولایت چارواکي هم ددغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلابونو راوتو خبر ورکوي او له له زیانمنو شویو سره د بېړنیو مرستو غوښته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب