دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه غزني ولایت کې موټربم برید ۹ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله...

په غزني ولایت کې موټربم برید ۹ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د موټربم برید له امله درې تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د غزنيد والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، چې دغه موټر بم برید تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د وسله والو طالبانو له لوري د ولسوالۍ پر ودانۍ تر سره شوی دی.

د جمعه زاده په خبره طالبانو دا برید د هاموي موټر په وسیله ترسره کړی دی.

https://taand.net/%d8%ba%d8%b2%d9%86%d9%8a-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b3%da%93%da%a9-%d8%ba%d8%a7%da%93%db%90-%d9%85%d8%a7%db%8c%d9%86-%d9%be%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%87-%da%a9%db%90/

نوموړی وایي، تر دامهاله په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي او په خبره یې د یوشمېر ټپيانو روغتیایي حالت نازک دی.

د والي د ویاند په خبره په ټپیانو او وژل شویو کې افغان پوځيان شامل دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب