دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغان ځانګړي ځواکونه په پنجشېر کې د کرام الدین کریم په نیولو...

افغان ځانګړي ځواکونه په پنجشېر کې د کرام الدین کریم په نیولو بریالي نه شول

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) د پنجشېر امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونوپه دې ولایت کې د فوتبال فدراسیون دپخواني مشر کرام الدین کریم د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل.

د یاد ولایت د والي ویاند وایي، چې دغه عملیات له ځايي چارواکو سره له همغږۍ پرته ترسره شوي او ځواکونه نه دي توانېدلي چې کریم ونیسي.

بل لورته ځایي خبریالان وایي، چې عملیات د سیمې د اوسیدونکو د مزاحمتونو له امله ناکام شوي او ځانګړو ځواکونو بېرته شاتګ کړی دی.

د معلوماتو له مخې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د مالي او اخلاقي فساد په تور تر عدلي تعقیب لاندې دی اوحکومت یې تراوسه په نیولو نه دی بریالی شوی.

د یادولو ده، چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې امنیتي ځواکونویې په کابل ښار کې د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان نیولی دی.

زمری پيکان هم تر دې وړاندې په فساد تورن و او عدلي او قضایي ارګانونو یې د نیولو امر کړی و خو؛ د مسولانو په خبره پولیس یې په نیولو نه وو بریالي شوي.

https://taand.net/%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%af-%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%87-%d9%86%d8%b8%d9%85-%d9%be%d9%88%d9%84%db%8c%d8%b3%d9%88-%d9%be%d8%ae/

4 COMMENTS

  1. بس ده په ځان نو ريشخند مه وهی په کوم ځاي کي افغاني قضا او قانون کارول کيږي ستاسو مقنينه اجرايه اورګانونه مو دومره پياوړي پاک او با وجدانه نه دي چه يو مجرم قانوني محاکمه کړی.، دا معني ورکوي لکه چه مقنينه او اجرايه اورګانونه مو د او قاطلينو په لاس کي دي. له د حکومت ،مجاهد او طالب نه د يوه پر مختلونکي افغانستان چه هلته د انسان دکرامت او عزت او اسلامي ارزښتونه پکي خوندي غواړي په فعلي شرايطو خوبونه دي. ځوانان بايد ددوي ټولو پر ضد لکه په بيلاروس کي را پورته شي او ځان تري خلاس کړ.
    بله لار نشته.

  2. چه خوشحال سعادات په خپله دنده وایی بیا به تاسی لیدلی وایی په کمانډو څنکه ناکامه کیږی خو افسوس زمونږ کمانډو داسی ندی روزل شوی چه ناکام شی.

  3. په هرحال سره د پنجشیر محلي مقامات پدې برائت نشي اخیستلای چې د دوی له همغږۍ پرته دا عملیات پلان شوي وو ، پنجشیر د افغانستان یو ولایت او خلک یې د افغانستان اتباع دي . لکه څنګه چې دوی د افغانستان له ټولو دولتي امتیازاتو او حقوقو برخمن دي ، د افغانستان د نورو اتباعو په شان دوی هم مکلفیت اووجایب لري. د مجرمینو نیول او د قانون پنجوته سپارل د ټولو پنجشیریانو دنده او مکلفیت دی . که فرضا دوی ځانونه له قانونه نه پورته ګڼي او پدې برخه کې له دولت سره له همکاري ډډه کوي ، نو بیا د افغانستان د دولت په دستګاه کې د کارکولو ، معاشاتو اونورو امتیازاتو اخیستلو حق هم نه لري .

  4. امرالله صالح د کورنیو چارو وزیر اود پنجشیر والی د کرام الدین کریم په کاذبه حمله مخکی له مخکی ډرامتیکه طرحه او پلان جوړ کړی وه، تر څو د ولسمشر غنی د فشار څخه ځان خلاص کړی. دپیکان سازشی نیول چه پدغه حرکت دولسمشر باور ترلاسه کول او سمدستی په کرام الدین کاذبه حمله؟
    دا چه د دوی دغی مرموزی سناریو یو هدف دا وه چه دوی وښایی چه پنجشیرخو د مقاومت سنګردی دلته هیڅوک نشی کامیابیدلای. او بل ځمونږ د کماندو ځواکونه کمزوری وښایی.
    د زمری پیکان نیول هم د صالح او اندرابی یو سازشی پروګرام دی. چه یو څو ورځی وروسته په زمانت خوشی کیږی.

    ښاغلی ولسمشرغنی ته خواست کوو چه خپل امنیت ته په ارګ کی پاملرنه ولری. ځکه د لستونی ماران دي خواوشاه پراته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب