دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجمعه ګل همت د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه وټاکل...

جمعه ګل همت د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه وټاکل شو

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښارلپاره نوی امنیه قومندان ټاکلی دی.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین وایي، چې پاسوال جمعه ګل همت تازه د کابل ولایت لپاره د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، چې د کابل ښارپخوانی امنیه قومندان وړمه ورځ د کم کارۍ او په کابل ښارکې د نا امنیو د ډېرېدو په تړاو له دندې ګوښه کړل شو.

کابل ښاریان بیا د نوي امنیه قومندان په راتګ سره له ده غواړي، چې روان وضعیت کابو او د خلکو اندېښنې لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې  د سولې د خبرو له ځنډ سره سم وسله والو طالبانو په کابل ښار او ولایتونوکې خپل بریدونه او هدفي وژنې ډیرې کړي دي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d9%84%d9%87-%da%81%d9%86%da%89%d9%87-%d9%be%d9%87-%da%ab%d9%bc%db%90-%d8%a7%d8%ae%db%8c%d8%b3%d8%aa/

2 COMMENTS

  1. د څیرو په بدلولو هیڅ مثبت بدلون نه راځی ځکه چې په ځلونو کسان بدل شول خو د کابل امنیت او جنایی پیښی ورځ تر بلی زیاتیږی، ترڅو چی حوزی پلورل کیږی مهمی پوستی په پيسو اخیستل کیږی یو زره مثبت بدلون تمه هم بی ځایه ده، دوی باید لومړی ګام د مفسد نظامیان لری کړی او څارنوالی ته معرفی کړی، بل ګام د هغو پر ځای وطندوسته او پاکنفسه کسان وګماری بیا ددی هیله شته چې کابل ښاریان قانع کړی او امنیت ښه شی. مننه

  2. تر هغو چې مکافات او مجازات عملي نشي د شیردل بیا او پردل برو سره امنیت نه راځي.
    یو جنایت کار په میاشت کې دری ځله نیول کیږي خو دا پوښتنه نه کیږي چې دا تېر دوه ځله چا خلاص کړ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب