دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خپل مذاکراتي پلاوي لېست بشپړکړی؛ خو نومونه یې نه دي...

طالبانو د خپل مذاکراتي پلاوي لېست بشپړکړی؛ خو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د پلاوي لېست بشپړ کړی دی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د یوه غړي له قوله ویلي، چې دوی هغه لېست بشپړکړي، چې له مخې به یې د طالبانو پلاوی په بین الافغاني خبرو اترو کې ګډون کوي.

یاد اژانس زیاتوي، چې دغه پلاوی به له پوره واک سره په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي.

تر دې دمه په دغه لېست کې د راغلو کسانو نومونه له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d8%af-%d9%be%db%8c%d9%84-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9/

خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د قطر دفتر یو پلاوی او د طالبانو د رهبري شورا ځینې غړي به د ملا هبت الله تر لارښونه او د عباس ستانکزي تر مشرۍ لاندې په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي.

https://taand.net/%d9%88%d8%ad%db%8c%d8%af%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%af-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9%d8%b1%d8%a7%d8%aa/

د یادونې ده، چې تر اوسه افغان حکومت او یا هم طالبانو د بین الافغاني خبرو د پيل کره نېټه نه ده په ډاګه کړې او نه هم د پاتې طالب بندیانو د خوشې کېدو برخلیک معلوم شوی دی.

طالبان داسې مهال بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي د لېست د بشپړیدو خبر ورکوي، چې د ملابرادر په مشرۍ د دوی پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته روان شوی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1-%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%b4%d8%b1%db%8d-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%db%8c-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب