دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو د سولې خبرو له ځنډه په ګټې اخیستنې کابل کې بریدونه...

طالبانو د سولې خبرو له ځنډه په ګټې اخیستنې کابل کې بریدونه اوهدفي وژنې ډېرې کړي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) د نیویارک ټایمزپه نوم یوه ورځپاڼه وایي، چې  د سولې د خبرو له ځنډ سره سم وسله والو طالبانو په کابل ښار او ولایتونوکې خپل بریدونه او هدفي وژنې ډیرې کړي دي.

یاده ورځپاڼه لیکي، سره له دې، چې وسله والو طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې ویلي، چې په لویو ښارونو کې به بریدونه نه کوي، خو د سرچینې په خبره اوس یې بڼه بدله کړې او د نښلول شویوماینونو او هدفي وژنو پرمټ پر حکومت د فشار هڅه کوي.

سرچینه زیاتوي، چې د کابل اوسېدونکې هرسهار پر یو موټر پورې د نښلول شوي ماین له چاودنې سره پيلوي،خو امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d9%87-%d9%82%d9%88%d9%85%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c%d9%88-%d9%86%d8%a7%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d9%88/

ورځپاڼه لیکي لیدل کیږي، چې طالبان غواړي له جرمې شبکو سره په ګډه په کابل ښار کې هدفي وژنې او بریدونه ترسره کړي.

سرچینه پر افغان حکومت غږ کوي، چې ژر تر ژره د طالبانو پاتې بندیان خوشي کړي څو بین الافغاني خبرې پيل او په دې توګه د تاوتریخوالي د دوام مخه ونیوله شي.

که څه هم وسله وال طالبان د دوی په تړاو په ځلونو دا ډول خبرونه رد کړي خو؛ وړمه ورځ د پروان ولایت حکومتي مسولینو د وسله والو طالبانو د هغو دوو تنو د نیول کېدو خبر ورکړی وو، چې د دوی په خبره غوښتل یې حکومتي ځواکونو پر رېنجر موټر پورې ماین ونښلوي.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ویلي وو، چې دوی له یادو کسانو سره یو چسپکي ماین او ۶ سیټه موبایلونه هم نیولي وو.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%87-%d8%b4%da%a9%d8%b1%d8%af%d8%b1%db%90-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%88%d8%a7%d9%84%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%db%8c%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب