Homeخبرونهامریکا د وینې د پلازما له لارې د کورونا د ناروغانو درملنه...

امریکا د وینې د پلازما له لارې د کورونا د ناروغانو درملنه تائید کړه

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) کورونا ویرو تراوسه هم په نړۍ کې د پراختیا ترڅنګ د مخنیوي هڅې یې ګړندۍ روانې دي.

تازه د امریکا د خوړو او اضطرار کمېټې په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی په اضطراري توګه د هغو کسانو لپاره، چې له جدي ګواښ سره مخ دي د وینې پلازما له لارې درملنه کوي.

یاده کمېټه وایي، له یادې لارې دوی دا درملنه منلې ده  او زیاتوي په دې کې به د هغه کس د وینې پلازما ناروغ ته ورکول کېږي، چې له کورونا ویروس بېرته روغ شوی وي.

امریکایي چارواکي وايي سره له دې، چې دا تګلاره وروستۍ نه ده، خو په ناروغانو کې د مړینې خطر ۳۰ سلنه راکموي.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%aa%d8%ad%d8%af%d9%87-%d8%a7%db%8c%d8%a7%d9%84%d8%a7%d8%aa%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%88%d8%a7%da%a9%d8%b3%db%8c%d9%86-%d9%be%d8%a7%db%8c/

ورته مهال ځینې امریکايي رسنۍ بیا دا ډول کارونه کمپایني بولي.

دویو وايي، چې ټرمپ او ملګري یې یوازې د سیاسي او کمپایني شعارونو لپاره د دغه ډول موقتي درملنو سپارښتنه کوي.

بل لورته عام امریکایان بیا له حکومته غواړي، څو په بنسټیزه توګه د کورونا د مخنیوي لپاره اقدام ترسره کړي.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%88%d8%a7%da%a9%d8%b3%db%8c%d9%86-%d8%a8%d9%87-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d9%84-%d8%aa%d8%b1-%d9%be%d8%a7%db%8c%d9%87-%d8%aa%d8%a7%d8%a6%db%8c%d8%af-%d8%b4/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...