Homeخبرونهپه غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنوطرحه د تائيد لپاره حکومت...

په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنوطرحه د تائيد لپاره حکومت ته لېږدول شوې

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مسولان وايي، په غزني ولایت کې یې د ولسي جرګې د ټاکنو طرحه د تایید لپاره حکومت ته لېږلې ده.

یاد کمیسیون وایي، چې د طرحې له مخې ټاکل شوې، په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې ثور په میاشت کې ترسره شي.

د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د ټاکنیزو حوزو د وېش پرسر او نورو لانجو له کبله ځنډېدلې وې.

https://taand.net/%d8%af-%d8%ba%d8%b2%d9%86%d9%8a-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%8a-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d9%be%d8%b1-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%86%d9%88-%d8%a8%d8%ad%d8%ab-%d8%a7%d9%88/

خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د نوې طرحې پر بنسټ د دغه ولایت په درېیو حوزو کې ټاکنې ترسره کیږي.

یاد کمېسیون له حکومت غوښتي، چې په دغه ولایت کې امنیت ټینګ او مالي سرچینې هم د ټاکنو کمیسیون ته په واک کې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...