تاند ( شنبه، د سنبلې ۱) د ننګرهارد کانال شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل له تاند وېب پاڼې سره په خبرو کې وویلې، چې سږکال به د کانال شرکت اړوند له خرما بڼ څخه شاوخوا ۵ ټنه حاصل ترلاسه شي.
د غریبمل په خبره تېرکال دخرما له همدې بڼ څخه تر ۲ ټنه خرما ترلاسه شوي وو.
نوموړی یې دسږني حاصل د زیاتوالي لامل په بڼ کې د شته خرما بوټو ښه پالنه او روزنه یادوي او زیاتوي، چې دوی پر وخت په خرما بڼ کې شته ونو ته سره ، شاخه بري ، نرمکاري او دوا پاشي ترسره کړې ده.
د ننګرهار د کانال وادي کرنیز شرکت اړوند خرما بڼ په شاوخوا ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی ، چې د مسولانو په خبره یې په کې شپږ ډوله خرما شتون لري.
د یاد شرکت ویاند زیاتوي، چې په خرما بڼ کې شاوخوا ۲۷۰۰ دخرما بوټې کرل شوي او هیله من دي، چې راتلونکي کال ته به یې حاصل نور هم زیات شي.