یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد عراق پارلمان: عراق امریکا سره له وسله وال مقاومت پرته بله...

د عراق پارلمان: عراق امریکا سره له وسله وال مقاومت پرته بله لار نه لري

تاند( شنبه، د سنبلې ۱) د عراق د پارلمان او د دغه هېواد د الفتح اېتلاف غړي مختار الموسوي د دغه هېواد پر لومړي وزیر مصطفی کاظمي سختې نیوکې کړي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې امریکا سره له وسله وال مقاومت پرته بله چاره نه لري.

الموسوي زیاته کړې، چې کاظمي له دغه هېواد څخه له امریکایي سرتېرو پرته د نورو سرتېرو پر وتو ټینګارسره ښکاره کړه، چې نوموړی په دې توګه ځان له مسوولیت خلاصوي.

هغه ویلي، چې د کاظمي دا چاره دوی ته د منلو نه ده.

د هغه په خبره عراقي پارلمان په ځلونو ویلي، چې ټول بهرني سرتېري باید له دغه هېواده ووځي خو؛ تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي شوي.

مختار الموسوي ټینګار کړی، چې امریکایي او د نورو هېوادونو سرتېري باید ژر تر ژره له عراق څخه ووځي او ګواښ یې کړی که ونه وځي نو دوی به یې پر وړاندې وسله وال مقاومت پيل کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د حالاتو ترینګلتیا وروسته د عراق او امریکا اړیکې هم ورځ نه بلې ته په خرابېدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب