یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصدیقي: سولې ته د خلکو هیلې په ناهیلۍ بدلې شوي

صدیقي: سولې ته د خلکو هیلې په ناهیلۍ بدلې شوي

تاند، شنبه د سنبلې ۱: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي نړیواله ټولنه دې د طالبانو وروستي بریدونه وغندي.

صدیق صدیقي په کابل کې د نن ورځې تر سره شوي بمي بریدونه غندلي او له نړېوالې ټولنې یې غوښتې چې د طالبانو له لوري ترسره کېدونکي بریدونه په کلکه وغندي.

په کابل کې نن سهار په دریوو جلا بمي چاودنو کې یو کس وژل شوی او د دوو نظامیانو په ګډون پکې څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له لوري پر ملکي وګړو او افغان ځواکونو وروستي بریدونه ددغې ډلې له لوري د تاوتریخوالي دوام ښيي.

هغه دغه راز زیاته کړې، طالبانو د تاوتریخوالي په دوام سره سولې ته د خلکو هیلې په ناهیلۍ بدلې کړي دي.

که څه هم د کابل په وروستیو بریدونو کې طالبانو خپل لاس لرل رد کړي، خو حکومت یې ددغې ډلې کار بولي او وايي چې طالبان غواړي په دا ډول بریدونه د خلکو او حکومت روحیه کمزورې کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې ددغې ډلې له لوري پر افغان ځواکونو بریدونو زور اخیستی او په مختلفو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو سربېره ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، بدخشان، دایکندي، زابل، کنړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي چې دواړو لورو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

2 COMMENTS

  1. صدیقی صاحب،غندل نه غندل څه ګټه ده؟
    ملی جرګه دولت راوغوښتله چه طالیبان ازاد کړو کنه؟
    ملی جرګه ورته وویل چه د سوله راواستلو لپاره یی ازاد کړه،
    فرانسه استرالیا سفیرانو وویل چه مه یی ازاده وه.
    دولت هم تر اوسه نه دی ازاد کړی،
    اول مو له فرانسه استرالیا څخه ولی نه پوښتل؟ولی مو جرګه را غوښته؟په خپل لاس د غلامی ثبوت ولس ته وړاندی کوی.
    زه د طالیب طرفدار نه یم.والله چه دا غلام فاسد دولت هم خوند نه راکوی.
    کاش چه موږ دا ولس نه په دا جنګ کی مړه کیدلی،کاش چه دا سیاسیون قتل ته برابر شوی وای،دا ولس به ورڅخه خلاص وه.
    ولس نه دا مفسد دولت غواړی ،او نه دا جاهل غلام طالیب

  2. هره ورځ نوې پلمې جوړوئ تاسې مفسدين د افغانستان او افغانانو لوی دښمنان ياست ولې د سولې په وړاندې جنډونه جوړوئ د مشورتې لويې جرګې پرېکړې سره سم مو بايد څلورسوه طالب زندانيان خوشې کړي وای….
    د فرانسې او استريليا مرتد پوځيان ښه دي که د افغانانو سوله بهتره ده د هغوی درد تاسو ته د افغانانو تر درد زيات دی ځکه چې بې ځايه خنډونه جوړوئ…
    ددې کړيدلي ملت په برخليک ملنډې مه وهئ سوله غواړي او په هر قيمت يې غواړي تاسې په بهرنيو هېوادونو کې ښه ژوند لرئ دلته يوازې د غلا او چور لپاره ناست ياست نه د افغانستان او نه د افغان ملت پروا لرئ مخاطب مې ټاميان او پرديپاله چورواکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب