یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهار به سږکال ۲۹۰ زره ټنه انګور بازار ته د پلور لپاره...

کندهار به سږکال ۲۹۰ زره ټنه انګور بازار ته د پلور لپاره وړاندې کړي

تاند ( شنبه، د سنبلې ۱) د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولان وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د انګور حاصلات ډیر زیات شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست رئيس زیاتوي، چې د دې ولایت د ۱۷ ولسوالیو پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټار ځمکه د انګورو بڼونه جوړ شوي دي.

سرچینه وایي له یاد شمېر بڼونو څخه به سږني کال کې څه باندې ۲۹۰ زره ټنه انګور راټول او بازار ته وړاندې شي.

د کندهار د کرنې ریاست دمسولانو په خبره، تېر کال له یادو بڼونو څخه ۲۷۳ زره او ۶۰ ټنه انګور په لاس راغلي وو.

په ورته مهال بڼوال بیا وایي که یې د حاصلاتو ته مسولان مناسب بازار پيدا کړی نو راتلونکي کال ته به له دې هم زیات حاصل ولري.

هرکال د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې بیلابیلې تازه میوې ښه حاصل ورکوي خو د مناسب بازار د نشتون له امله یې بزګران او بڼوال شکایتونه ډیر لري او وایي به مرکزي سطحه یې حکومت تراوسه غمه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب