یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: خلک باید د ډاډمن امنیت لپاره له امنیتي...

د کورنیو چارو وزارت: خلک باید د ډاډمن امنیت لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي

تاند، شنبه د سنبلې ۱: د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین پاسوال عبدالصبور قانع د عاشورا ورځې د خلکو د امنیتی کمېسیون له غړو سره ناسته تر سره کړه.

نوموړي په دې ناسته کې وویل، که څه هم په دې برخه کې امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي خو په خبره یې خلک باید د لا ډاډمن امنیت لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

ښاغلي قانع د امنیتي حوزو امرینو ته په ټینګار سره وویل، هېڅ راز غفلت ورته د منلو وړ نه دی او زیاته کړې یې ده که هر چا په دې برخه کې بې غوري وکړه نه یوازې دا چې له دندې به ګوښه کېږي، بلکې څارنوالۍ ته به هم ور وپېژندل شي.

نوموړي د امنیتي حوزو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو سیمو کې د ټولو جوماتونو، تکیه خونو او مذهبي ځایونو لپاره د جوړ شوي امنیتي پلان له مخې کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

هر کال په افغانستان کې د محرم او ځیني نور مذهبي مراسم د یو لړ امنیتي ګواښونو تر سیوري لاندې تر سره کيږي، چې ډېر کله د جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیت د تامین خبره پر داسې مهال کړې چې کابل ښار کې په دې وروستیو کې بمي چاودنې زیاتې شوي او هره ورځ پکې د حکومتي کسانو سربېره ولسي خلک هم وژل کېږي.

خو د کابل ښار اوسېدونکي روان وضعیت ته اندېښمن دي او له حکومت څخه په دې برخه کې د جدي اقدام غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب