یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريپنځه زره کلن تاریخ پالل غواړي| جنرال دولت وزیري

پنځه زره کلن تاریخ پالل غواړي| جنرال دولت وزیري

کیسې یا افسانې نه دي دا رښتيا ده چې افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري، یا ښايي زموږ تاریخ تر دې هم لرغوني وی، موږ پر خپل تاریخ او لرغونتیا ویاړو. یوه څه چې ډیر اړین دي هغه دا چې، څومره چې ملتونه لرغونی تاریخ ولري په همغه اندازه ور سره ویاړونه او تاریخي بریاوي هم لري.

ویاړونه او تاریخي بریاوې یوازې په ډیرو سرښندنو د جګړو ګټلو ته نه وايي، بلکې هغه ملتونه چې وکولای شي چې خپل ټاټوبی او خپل خلک له غم، مصیبت او جګړو لیرې وساتي، نیکمرغه ملتونه بلل کیږي.

هوښیار ملتونه د خپل تېر تاریخ له تېروتنو تجربه اخلي. د ملتونو له پاره تل په جګړو کی اوسیدل په دې مانا دي چې دوی نه شي کولای د تاريخ له نورمال مسیر سره سم حرکت وکړي او خپل هیواد او خلک د نړۍ له هیوادونو او خلکو سره په لاره برابر روان کړي.

د ملتونو له پاره مدني ژوند او د مدني ژوند اسانتياوې اړینې دي. کله چې ملتونه تل په جګړو او کشمکش کې وي نه شي کولاي چې ځانته د مدني ژوند اسانتياوې برابرې کړي، همغه دی چې دوی تل بدمرغه وي او په بدمرغۍ کې ژوند کوي. نورو ته به اړ وي او خلک به یې له یو بل سره په شخړه بوخت وي.

افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چی د مصر، هند، چين او د بين النهرين هيوادونو په څير ډیر لرغونی تاريخ لري. زموږ د هيواد لرغونتیا هم زرګونو کلونو ته رسيږي. د زرګونو کلونو لرغوني اثار چې زموږ په جغرافیه کې موندل شوي، د کابل په موزيم کې اوس هم موجود دي.

د بیلګې په توګه کله چې د کندهار د شمال لویدیز په ۵۰ کیلومترۍ کې د کشک نخود په سیمه او د شاه مقصود د غره تر څنګ د منډيګک غونډۍ چې ۵۰ متره لوړوالي لري تر څيړني لاندې ونیول شوه.

د منډيګک په غونډۍ کې د یوه فرانسوي لرغونپوه(موسیوکزال)) تر بشپړو څيړنو وروسته ښکاره شوه چې دلته انسانانو د میلاده مخکې ۳۰۰۰ کلونو راهیسې ژوند کاوه او په دی ځای کې دیارلس ځلې یو د بل پر سر ابادي شوي دي. وايي:

د میلاده مخکې د شپږ سوو کلونو راهیسې په دې غونډۍ کې ژوند نه دی شوی او اوسیدونکي يې نورو ځايونو ته کوچېدلي دي. دا معلومه شوې ده چی د دی دورې د اوسيدونکو ژوند د برونزو په دورې پورې تړل شوی دی، ځکه چې د اوسپنې لرغوني توکي دلته ډير کم موندل شوي دي.

د دې غونډۍ لرغوني توکي له نن څخه د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ کلونو تر منځ مودې پورې رسيږي. په همدې توګه په ۱۹۶۵ میلادي کال یو امريکايې چې(دوپري) نوميده په بلخ کې کيندنې وکړي، ډیر لرغونو توکو يې وموندل چې لرغونوالی يې ۹۰۰۰ کلونو پخوا پورې تړلی وو. د کره کمر له کیندنو څخه د لاس ته راغلو توکو لرغونوالی د نن څخه ۸۰۰۰ کلونو پخوا ته رسیږي.

راځو دېته چې څومره او په کومه اندازه د افغانستان اوسيدونکو له دې وياړلي لرغوني تاريخ څخه د خپل هیواد او خپلو خلکو په ګټه استفاده کړې ده. څومره موده دوي په جګړو کې نه دي اوسیدلي او څومره يې د خپلو ځانونو له پاره مدني ژوند او د مدني ژوند اسانتياوي مهیا کړي دي؟

دا هغه پوښتنې دي چې باید ورته ځواب وویل شي.که حقیقت ته ځیر شو موږ ټول وخت په جګړو کې تير کړی دی.

یا جګړې را باندې تپل شوي دي او یا موږ د جګړې له پاره په نورو پسې ورغلي يو، چې دا یوه يې هم د مدنې ژوند سره سر نه خوري. موږ بايد په خپل لرغوني تاريخ و ویاړو، خو یواځې وياړنه ګټه نه کوي. موږ ته اړينه چې له جګړو څخه ځان وساتو، یو واحد او یو موټی ملت شو، د مدني ژوند سره ځان عیار کړو او د مدنې ژوند له پاره مدني ماحول برابر کړو، خپل هیواد د نورې متمدني ټولنې سره سيال او په سوله کې ژوند وکړو.

د تیرو وياړونو یادول او پرې فخر کول ښه کار دی خو:

چې په خپله میړه نه وي په دنیا کې

څو به فخر په بابا کوي تر کومه

چې هیواد مو په نا پایه جګړو کې ښکیل وي، ملت مو پاشلی وي، جهالت وي، لوږه او بې اتفاقی وي، د یوه او بل نه منل وي، ټول وخت د نورو په لمسون د خپلو وروڼو وژل او د خپل هیواد ويجاړول وي. له دې بر سیره چې ټول ملت مو د خیرات او له احسانه ډکو مرستو په تمه وي. دا بیا په دې مانا ده چې په کور کې يې د موږک لکۍ نه سپيره کیږي او خبرې د کباب کوي.

راځئ په یوه هوډ خپل ځانونه متمدن کړو، ځانونه د نورې نړۍ سره سیال کړو. له دې سره به مو خپل لرغونتوب په سمه توګه ساتلی وي او لوي څښتن تعالی به هم راځي وي، ځکه سوله او متمدنه ژوند د خدای تعالی لوی نعمتونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب