یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان سند ایالت کې یوه سړي د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي...

د پاکستان سند ایالت کې یوه سړي د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۹) د پاکستان په سند ایالت پنوعاقل سیمه کې یوه سړي د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي د چاقو په وسیله وژلي دي.

د یادې سیمې پولیس وایي، قاتل عبدالوهاب نومیږي او په خبره یې د رواني ستونزې له امله یې د خپلې کورنۍ غړي وژلي دي.

پولیس وایي، چې په وژل شویو کسانو کې ۷ مېرمنې او ۳ ماشومان شامل دي.

ځايي پولیس وایي، دوی عبدالوهاب له خپلو درېیو نورو زامنو سره نیولی او ترې څېړنې روانې دي.

سرچینې وایي، چې تېرکال په ملتان سیمه کې هم دوی د داسې یوې پيښې شاهدان وو.

پولیس وایي هغه مهال یوه میرمنه، چې رواني ناروغي یې لرله خپل یوکلن زوی په څاه کې غورځولی وو.

پاکستان کې په دې وروستیو کې کورنی تاوتریخوالی ډیر شوی او عام خلک یې وایي یو شمیر کسان د بې وزلۍ له امله په رواني ناروغیو اخته شوي چې وروسته بیا په دغه ډول کارونو لاس پورې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب