یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاسټرالیا وایي د کورونا ضد واکسین به په جبري ډول عملي کیږي

اسټرالیا وایي د کورونا ضد واکسین به په جبري ډول عملي کیږي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۹) د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وایي، چې  د کورونا ضد درمل به له را رسېدو سره سم په زوره عملي کیږي.

سکاټ موریسن د بو خبري کنفرانس پرمهال له آسترازنکا کمپنۍ سره د یوې هوکړې پرمهال یادې څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې هر استرالیایي وګړی اړ دی، چې یاد واکسین ترسره کړي.

ویل کیږي، چې آسترازنکاکمپنۍ  به د هغو واکسینو په تولید کې لویه ونډه ولري، چې د برېتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې ساینسپوهانو کار ورباندې روان کړی دی.

د برېتانیا د اکسفورډ پوهنتون مسولانو ویلي وو، چې دوی واکسین تولید کړي خو په خبره يې ازمېښت ته یې لا نورې دورې پاتې دي.

دوی وایي ژر به دا ازمېښت هم بشپړ او واکسین به پر خلکو وویشل شي.

https://taand.net/%d8%b1%d9%88%d8%b3%db%8c%d9%87-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%88%d8%a7%da%a9%d8%b3%db%8c%d9%86-%d8%aa%d9%88%d9%84%db%8c%d8%af-%d8%a8%d9%87-%d8%af-%d9%86%d9%88%d9%85%d8%a8%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب