یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان هريپورسیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د وسله والې نښتې...

د پاکستان هريپورسیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله ۶ تنه وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۹) پاکستاني پولیس وایي، چې په هريپورسیمه کې د دوو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې ۶ تنه وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي، چې په وژل شویوکسانو کې ۵ ورونه شامل دي.

د پولیسو په وینا په دې وسله واله نښته کې ۳ تنه ټپيان شوي هم دي او زیاتوي، چې د نښتې لامل نه دی معلوم.

سرچینه وایي، دواړه ډلې وسله والو تښتیدلي خو د پولیسو په خبره په دې تړاو یې تر دې دمه ۳ شکمن کسان نیولي دي.

پاکستاني پولیس وایي، چې د پيښې څېړنه روانه ده څو معلومه کړي ولې دا نښته شوې ده.

دوی وایي، ټپیان او مړي یې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدولي دي.

د یادولوده، چې نن سهار د پاکستان په سند ایالت کې هم یوه کس د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي د چاقو په وسیله وژلي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%86%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%a7%d9%84%d8%aa-%da%a9%db%90-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%b3%da%93%d9%8a-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84%db%90-%da%a9%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب