Homeخبرونهافغانستان سره د هند دمرسته شویوغنمو ۷مه جوپه چابهاربندرته رسېدلې

افغانستان سره د هند دمرسته شویوغنمو ۷مه جوپه چابهاربندرته رسېدلې

تاند( چهارشنبه، د اسد ۲۹) د ایران د سیستان ـ بلوچستان د بندرونومسولان وایي، چې افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو اوومه جوپه هم چابهار بندر ته رسېدلې ده.

د یادو بندرونوعمومي مشر بهروز اقایي وایي دا غنم به ډېر ژر د میلک بندر له لارې افغانستان ته ورسول شي.

د بهروز اقایي په خبره د هند له لوري چابهاربندرته رسېدلې اووه کښتۍ ۳۵۲ کانټینرونه لري.

نوموړی زیاتوي، چې یاد شمېر کانټینرونه د هغو ۷۵۰۰۰ ټنه غنمو برخه ده، چې هند یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه.

د یادونې ده، چې ایراني چاروکو تېره ورځ ویلي وو، چې د کورونا وبا له امله د لګول شویو بندیزونو له نرمېدو وروسته افغانستان ته د ایران صادراتوکې هم د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%8a-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%8a-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%b3%da%96%da%a9%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...